د زراعت پوهنځي پیژندنه
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په چوکاټ کې د زراعت پوهنځی د هیواد د کرنیز سکتور ارزښت ته په کتو سره د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې په اساس په ۱۴۰۰ ه ش کال کې تأسیس شوی ده. دغه پوهنځی یوازې د فوق لېسانس (ماستري او دوکتورا) په سویه فعالیت کوي او فعلا څلور تحصیلي برنامې مخته وړي.د یادولو وړ ده چي اوس مهال د “کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا” او “حیواني تغذیې او تولید” دیپارتمنتونو کې د ماستري برنامې فعاله دي او همدارنګه د “اګرانومي” او “هارټیکلچر” دیپارتمنتونو کې د دکتورا برنامې مخته وړي. د زراعت پوهنځی په پلان کې لري چې د زراعت په ټولو تحصیلي رشتو کې د فوق لېسانس برنامې پلې او په مربوطه برخو کې مسلکي او په کارپوه متخصصین ټولنې ته وړاندې کړي. دغه پوهنځی هڅه کوی چې د هیواد، سیمې او نړۍ په سطحه د زراعت په برخه کې د علمي تحقیقاتو یو معتبر مرکز و اوسي تر څو په دغه برخه کې د نوښتونو د رامنځته کولو له لارې د زراعتي محصولاتو د په ځان بسیاینې او ډیریدونکي نفوس د خوړو د خوندیتوب لپاره په مؤثریت سره کار وکړي.
د زراعت پوهنځی غواړي چې د یو معتبر علمي او تحقیقاتي مرکز په حیث د زراعت په برخه کې مسلکي پوهه او وړتیاوې رامنځته او د ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره په مؤثریت سره کار وکړي.
مأموریت
د زراعت پوهنځی د کرنیز سکتور په برخه کې د ټولنې اړتیاوو ته په کتو سره، د درسي، تحقیقي او ترویجي خدمتونو له لارې د متخصصو او مسلکي کادرونو د روزنې لپاره فعالیت کوي.
موخې
عمومي موخه
ټولنې ته د زراعت په برخه کې د پوهو او نوښتګرو متخصصینو وړاندې کول، چې د کاري فرصتونو د ایجاد او ټولنې ته د خدمت کولو په روحیه سره سنبال وي.
اختصاصي موخې
- د زراعت په برخه کې د معیاري تحصیلي خدمتونو له لارې ټولنې ته د مسلکي او متخصصو کسانو وړاندې کول.
- د علمي څیړنو له لارې په زراعتي سکتور کې د ستونزو درک کول او ورته د مناسبو حل لارو موندل.
- د علمي او څړنیزو چارو د همغږی په موخه د ملي او نړیوالو علمي او څړنیزو بنسټونو سره د هر اړخیزو اړیکو ټینګول.
- د کرنیز سکتور اړوند ذیدخل ادارو او بنسټونو سره د زراعتي پروژو او پالیسیو د طرحې، ډیزاین او تطبیق په برخه کې همکار پاتې کیدل.
څانګې
- د کرنیز اقتصاد او کلیو پراختيا په څانګه کې د ماستری برنامه
- د اګرانومي په څانګه کې د دوکتورا برنامه
- د حیواني تغذیې او تولید په څانګه کې ماستري برنامه
- د هارتیکلچر په څانګه کې د دوکتورا برنامه
لاسته راوړنې
۱. د تدریس برخه
- د کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا دیپارتمنت کې د ماستری برنامې پیل (لومړۍ او دوهمه دوره).
- د اګرانومي دیپارتمنت کې د دوکتورا برنامې پیل (دوهم دوره).
- د حیواني تغذیه او تولید دیپارتمنت کې د ماستري برنامې پیل (لومړۍ دوره).
۲. د هوکړه لیکونو برخه
- داخلي هوکړه لیکونه: د هیواد د بیلابیلو پوهنتونونو سره.
- د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزرات سره د هوکړه لیک لاسلیک.
- د ننګرهار د کانال شرکت سره د هوکړه لیک لاسلیک.
- د افعانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون سره د هوکړه لیک لاسلیک.
۳. د عملي کارونو برخه
- د محصلینو او استادانو د علمي څیړنو لپاره تحقیقاتی فارم ایجادول او عملا تري ګټه اخیستل.
- د محصلینو او استادانو د علمي څیړنو لپاره د لابراتواري سهولتونو ایجادول او عملا تري ګټه اخیستل.
- د محصلینو او استادانو د علمي څیړنو او عملي کار په موخه د اړونده سکتوري ادارو او سازمانونو سره د ګډ کار زمینه مساعدول او د کرنیزو تولیدي او خدماتي فعالیتونو او پروسو څخه لیدنه او کتنه.
علمي سفرونه
۱. داخلې علمي سفرونه
- د هیواد په کچه مختلفو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته علمي سفرونه تر سره شوي، ترڅو دوه اړخیزي اړیکي جوړي او غښتلي شي.
۲. بهرني علمي سفرونه
- د علمي کادر د جذب او دوه اړخیزو علمي همکاریو په موخه د پاکستان هیواد د پیښور پوهنتون، پیښور زراعتي پوهنتون، خیبر طبي پوهنتون ، علامه اقبال پوهنتون، نسټ پوهنتون، ای ایم ساینس پوهنتون او داسي نورو پوهنتونو نو ته علمي سفرونه شوي دي.
- د علمي کنفرانسونو په موخه سفرونه: مالیزیا هیواد ته د کنفرانس لپاره ددې پوهنځي ۵ تنه استادان او د پوهنځی رئیس په شمول قبول شوی وه خو د لوړو زده کړو وزارت د مصارفو د نه ورکړې له کبله سفر څخه پاتې شو.
۳. د محصلينو علمي سفرونه
- د محصلینو او استادانو د علمي څیړنو به موخه د کرنې، اوبو لگولو او مالداری وزارت اړونده، د بادام باغ څیړنیز فارم او هلته شته لابراتوارنو څخه د ګټی اخیستنی زمینه مساعده شوي او عملا محصلین تري برخمن دي.
- دکرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا څانګې محصلینو د علمی سیر او کرنیزو ترویجي فعالیتونو نه دلیدني په موخه د مختلفو ادارو او تحقیقاتي فارمونو څخه لیدنه کړي ده،د بیلګي په ډول د لوګر ولایت دمحمد اغې والسوالی د زراعتی خدماتو آمریت، د سروبي ولسوالي د کرنیزو ترویجي نمایشي قطعات او د کابل ګذرګاه لبنیاتو اتحادیې د یادولو وړ دي. او دا لړۍ د پراختیا په حال کې ده.
- د حیواني تغذي او تولید دیپارتمنت د محصلینو علمي څیړنو او د عملي کارونو په موخه د کابل ولایت اړوند د زراعت او مالداري ریاست سره د دوه اړخیزه اړیکو او ګډ کار زمینه مساعده شوي او محصلین وخت به وخت د یادي اداري د څیړنیزو فارمونو او لابراتوارونو څخه لیدنه او کتنه ترسره کوي او عملا ګډ فعالیتونه ترسره کوي.
علمي مقالې
د زراعت پوهنځي د استادانو پواسطه له (۳۰) زیاتې نړیوالې مقالې په معتبرو نړیوالو ژورنالو کې نشر شوي دي.
۱. پوهندوی دوکتور حمیدالله یونسی ۸ مقالې.
۲. پوهندوی دکتور محمد اسماعیل هاشمی ۶ مقالې.
۳. پوهنمل دوکتور سید اجمل قریشي ۴ مقالې.
۴. پوهندوی عبیدالله محق ۴ مقالې.
۵. پوهنیار نثار احمد زاهد ۶ مقالې.
څانګې او دیپارټمنټونه
د زراعت پوهنځی په خپل تشکیلاتي جوړښت کې څلور دیپارتمنټونه لري چې د ماسټري او دوکتورا زدهکړو په برخه کې فعالیت ترسره کوي.
۱. د حیواني تغذيې او تولید څانګه
د حیواني تغذیې او تولید څانګه د کرنې پوهنځي یوه له مهمو څانګو څخه شمېرل کیږي، چې د حیواني تغذیې او تولید څانګې د ماستري د برنامه يې په عملي ډول سره فعاله ده او د دوکتورا برنامه یې هم د ایجاد کېدو او درشل کې ده. د یادې څانګې د فوق لیسانس برنامو (ماستري او دوکتورا) په زریعه په د هیواد د زراعت په ځانګړي ډول سره د مالدارۍ په برخه کې داسې متخصص او مسلکي علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې شي، چې د زراعت او مالدرۍ به برخه کې به پالیسي جوړونکې څېړنې ترسره کړي.
لیدلوری
د حیواني تغذیې او تولید څانګې د ماستري برنامې په اساس به د حيواناتو روزنې په برخه متخصصین ټولنې ته وړاندې کړل شي، کوم چې به د هيوادوالو سره د اړتيا وړ حيواني محصولات د توليد د خوړو د خونديتوب په برخه کې مرسته وکړي. همدارنګه د یادې برنامې په مرسته ټولنې ته وړاندې شوي کادرونه به د لوړ تولید، پاک چاپيريال او اقتصادي سپما ترڅنګ د مالدارانو اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکړي. فارغ شوي متخصصين به د نفوس ودې ته په کتو د حيواناتو نوي اصلاح شوي نسلونه رامنځته کړي تر څود مالدارۍ په برخه د هیواد والو غوښتنې پر وخت پوره کړي.
رسالت
د حیواني تغذیې او تولید څانګه د د زدهکړیالانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او ټولنې ته په ملي او دینې روحیه د سمبالو ژمنو، معتهدو او متخصیصو کادرونه د وړاندې کولو رسالت پرغاړه لري، ترڅو د حیواني تغذیې او تولید په برخه کې د ټولنې اړتیاوو او غوښتنو ته د وخت سره سم مثبت ځواب ووایي.
موخې
عمومي موخه
ټولنې ته د حیواني تغذیې او تولید په برخه کې د ماستر په سویه د پوهو، نوښتګرو او مبتکرو متخصصینو وړاندې کول، کوم چې د کاري فرصتونو د ایجاد او ټولنې ته د خدمت کولو په روحیه سمبال وي.
اختصاصي موخې
-
-
-
- خپل موقف د افغانستان او سیمې په کچه د یوي با اعتباره او باکفیته ادارې په توګه نورهم قوي کول.
-
-
- د استادانو او اداری کارمندانوعلمي او مسلکې ظرفیتونه لوړول.
- د نوی با کفایته، معیاري درسي موادو او کتابونو تهیه کول.
- تدریس اړوند ټول فعالیتونه په نوي او پرمختللي تکنالوژي او امکاناتو مجهز کول.
- زده کړیالانوته د با کیفیته تدریس، زده کړې او څیړني زمینه برابرول.
- د ټولني او د کار د بازار د اړتیاو په پام کې نیولو سره په کارپوه او با مسولیته متخصیصینو او کادرونه روزل.
- د ماستري د برنامې په پرمختګ کې د استادانو او اداري کارکونکو دفعاله ونډې اخیستنې تضمینول.
- د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې د برخه اخیستلو لپاره په ملي او نړیواله کچه د څیړنو وړتیا درلودل.
- دهیواد او سیمې په سطحه ځوانانو ته د لوړو او تخصیصي زده کړو اسانتیاوی برابرول.
د موثریت ساحه
د حیواني تغذیې او تولید د ماستري د برنامې په پلي کولو سره به د حیواني تولید او پراختیا په برخه کې د ماستري په سویه متخصصین ټولنې ته وړاندې شي. دغه متخصصین به د دې توانایي ولري چې د هیواد په سطحه د حیواني تولیداتو د تولید او پراختیا په برخه کې موجودې او رامنځته کیدونکې ستونزې درک، او د هغه د حل په منظور علمي څیړنې په لاره واچوي ترڅو د دغه ستونزو لپاره یو مناسبه د حل لاره پیدا کړي. همدارنګه د دغه برنامې پواسطه روزل شوي متخصصین به د هیواد د حیواني تولیداتو د تولید او پراختیا د پرمختګ لپاره د اړینو پالیسیو جوړولو وړتیا ولري، چې په نتیجه کې به مو د هیواد د مادارۍ سیستم عصري بڼه غوره کړي او هیواد به د غذایي موادو او حیواني تولیداتو له اړخه په ځان بسیا کړي.
۲. اګرانومي څانګه
اګرانومي څانګه د افغان اسلامی پوهنتون د زراعت پوهنځی یو له اساسی رشتو څخه ده، کوم چی خاوره، اوبه، نبات او چاپیریال مطالعه او مدیریت کوی ترڅو باکیفیته، لوړ، اقتصادي او صیحي زراعتي حاصلات تولید کړي. د افغان اسلامی پوهنتون د زراعت پوهنځي ترچتر لاندی اګرانومی څانګه په ۱۴۰۳ کال کی ایجاد شوه چی اوس مهال یواځی د دوکتورا برنامه لری، چی دا فتکار د هیواد په کچه په لومړی ځل د افغان نړیوال اسلامی پوهنتون ترسره کړ. همدارنګه په نږدی راتلونکی کی به انشاءالله په یاده رشته کی د ماستری برنامه هم شروع شی.
لرلید
به د اګرانومی په برخه متخصصین ټولنې ته وړاندې کول کوم چې به د هيوادوالو سره د اړتيا وړ نباتي محصولاتو د توليد، د خوړو د خونديتوب، ابیاری، د خاوری، اوبو او نورو زراعتی اجناس او افزارو څخه مؤثره استفادی په برخه کې مرسته وکړي، د یادې برنامې په مرسته ټولنې ته وړاندې شوي کادرونه به د نفوس ودې ته په کتو دنباتی تولیدات زیات کړي تر څو د هغوی اړتياوې په وخت پوره کړي اود لوړ او باکیفته تولید په اساس به د بزګرانو اقتصادي ودې او بالاخره د هیواد، سیمې او نړی اقتصادي وضعیت ته پرمختګ ورکړي.
ماموریت
اګرانومی په برخه د زده کړیالانو د زده کړې سطحه او ظرفیت لوړ کړي او په مسلکي څیړنیز، ملي او دینې روحیه ژمن او معتهد متخصیصین او کادرونه ټولنې ته وړاندې کول، ترڅو د اګرانومی په برخه کې د ټولنې اړتیاو او غوښتنو ته د وخت سره سم مثبت ځواب ووایي.
موخی:
- ټولنې ته د اګرانومی په برخه کې فوق لیسانس په سویه د پوهو، نوښتګرو او مبتکرو متخصصیو وړاندې کول کوم چې د کاري فرصتونو د ایجاد او ټولنې د خدمت کولو په روحیه سره سنبال وي.
- د هیواد په سطحه د کرنې په برخه کې د نوی تکنالوژی او د کرنې د عصری طریقو رواجول.
- د کرنیزو محصولاتو کمیت او کیفیت ته پراختیاورکول.
- په محلی اواصلاح سویو نباتي نسلونو باندی علمي څیړنې ترسره کول او د هغوی مثبتې پایلی ترویجول.
- د هیواد د زراعتي سکتور او په ځانګړی ډول د اګرانومی په برخه کې د موجوده ستونزو درک او د هغوی لپاره د مناسبو حل لارو موندل.
- د سیمه ایزو او بهرنیو تحصیلی او څیړنیزو مؤسساتو سره د اړیکو ټینګول، ترڅو وکولای شو علمي او څیړنیزې لاسته راوړنې یو د بل سره شریکې شي.
۳. کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا دیپارتمنت
د کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا دیپارتمنت د کرهني پوهنځي ترچتر لاندي په ۱۴۰۰ ه ل کال د امیرالمونین شیخ صاحب هبة الله آخندزاده د يو ځانګړی فرمان په ترڅ کې تاسیس شوی او د هیواد په کچه یې په لومړي ځل په ۱۴۰۲ ه ل کال د کرنیز اقتصاد په برخه کې د ماستري دوري لپاره د ۲۰ تنه محصلینو په جذب سره خپل فعالیت شروع کړی دی. دم ګړۍ یواځي د ماستري په کچه تحصیلي برنامه مخته وړي او تمه ده چي په نږدي راتلونکې کې د دکتورا برنامه هم فعاله کړي.
لرلید
د کرنیزاقتصاد اوکلیو پراختیا په برخه کې په ملي او نړیواله کچه د مسلکي او متخصصو کادرونو روزل، ترڅو د طبعي منابعو مدیریت په موثره توګه ترسره او په علمي او عملي ډګر کې د ټولني غوښتنو ته ځواب ویونکي و اوسي.
رسالت
د کرنیزاقتصاد اوکلیو پراختیا په برخه کې مسلکې او متخصص کادرونه روزي، د علمي څیړنو او نوښتونو له لاري د کرنیزو پالیسيو په جوړولو کې مرسته کوي او له همدي لاري د اقتصادي پراختیا په پروسه کې فعاله ونډه اخلي.
موخې
- د کرنیز اقتصاد او کلیو پراختیا په برخه کې د فوق الیسانس په کچه د بازار د غوښتنو سره سم د مسلکي او متخصصو کادرونو روزل؛
- د مسلک اړونده علمي څیړنو ترسره کول او د نوښتونو رامینځته کول، له همدې لاري د ټولني د شته ستونزو هراړخیزه تحلیل او مسلکي حل لاري موندل او د پالیسي جوړونکو په اختیار کي ورکول؛
- د مسلک په برخه کې د ذیدخل ادارو او علمي بنسټونو سره ګډ کار کول او د مشورتي خدماتو له لاري د اقتصادي پراختیا په پروسه کې فعاله ونډه اخیستل.