دلته زموږ تر ټولو لوړ هدف ټولنې ته ژمن او متمدن مسلکي کسان وړاندې کول دي

د محصلانو چارو معاونیت

لرليد

محصلانو چارو معاونیت به محصلینو ته په تحصيلي څانګو کې پر نړيوالو معیارونو برابر اکاډمیک چاپېریال د خدماتو او اسانتياوو وړاندې کوونکی وي.

مأموریت

محصلانو چارو معاونیت مختلفو تحصيلي ځانګو کې پر نړيوالو معيارونو برابر د مسلکي او ژمنو کادرونو د روزنې په موخه د ښه تحصیلی اکادمیک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره فعالیت کوي .

موخې

. د اسلامي او ملي ارزښتونو ترویج او ساتنه

. د اکاډميکې سپېڅلتیا ساتنه

. په ملي او نړيواله کچه د محصلینو جذب؛

ملي او نړيوالو معیارونو سره سم د محصلینو روزنه

 

د محصلانو چارو معاونیت محصلینو ته په لاندې برخو کې خدمتونه وړاندې کوي:

  • د محصلانو لپاره د هستوګنې او لیلېې خدمتونه:

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د خارجي محصلانو د هستوګنې لپاره د ژوندانه د اړتیاوو سره برابره لیلیه لري د دې ترڅنګ افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو د ژوند د اړتیاوو لپاره کفتریا او کانتین هم لري .

  • روغتیایي خدمتونه:

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو د روغتیا په موخه یو باب صحي کلنیک لري چې محصلانو ته د روغتیا په برخه خدمتونه وړاندې کوي، د دې ترڅنګ د محصلانو د رواني ستونزو د حل په موخه د محصلانو چارو معاونیت ترچتر لاندې د رواني مشاورې مرکز لري چې محصلانو ته د رواني ستونزو په برخه کې ګټورې مشورې ورکوي .

همدارنګه افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي د محصلانو د عملي زده کړو په موخه یو تدریسي روغتون په پام کې لري چې د یاد روغتون چارې تقریبأ ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي چې په نږدې راتلونکي کې به په فعالیت پیل وکړي .

  • د محصلانو لپاره تفریحي او ورزشي خدمتونه :

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو د تفرېح او ورزش په موخه بېلابېل ورزشي میدانونه لري لکه د فوټبال،والیبال،کرکټ او جمنازیوم د دې ترڅنګ د محصلانو د بدني روزنې لپاره منظم او په وسایلو باندې سمبال مجهز جیم (ورزشي کلب) هم لري.

همدارنګه یاد پوهنتون د تفرېح او ورزش په موخه بېلابېلې ورزشي سیالۍ تنظیموي چې د پوهنتون د پوهنځیو د ټیمونو ترمنځ ترسره کیږي د دې ترڅنګ د پوهنتون په سطحه منتخب ټیمونه هم شتون لري چې د پوهنتون څخه بهر له نورو پوهنتونونو سره لوبیږي.

 

د محصلانو نظریاتو، شکایتونو، او وړادیزونو ته رسیدنه:

په پوهنتون کې د اکاډيميک نظم رعایت او د اکاډمیکو کړونو او صفاتو ساتنه یو اساسي شرط بلل کېږي، ترڅو د هر ډول کړنو او سلوک څخه چې د علمي اکاډمیک نظم د اخلال سبب ګرځي او د نورو خلکو امنیت او حقوقو ته ګواښ وي منع او کنترول کړل شي. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون دا رسالت لري چې محصلان له مسلکي وړتیاو سره سره په لوړو معنوي ارزښتونو سنبال کړي ترڅو زموږ د ټولنې معنوي او اخلاقي اړخ لاپیاوړی او تقویه شي، په همدې اساس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ترچتر لاندې د نظم او دسپلین عمومي کمېټه د محصلانو سالمو وړاندیزونو او شکایتونو ته د رسیدنې او محصلانو د نظرونو اخیستلو په موخه ایجاد شوې ده،  محصلین کولای شي د خپل درسي چاپیریال، زده کړې، منابعو او امکاناتو په اړه خپل وړاندیزونه او شکایتونه په شفاف او مناسب ډول سره د لاندې لارښوونو سره سم شریک کړي.

  • که چېرې د محصلینو سره وړاندیزونه او شکایتونه موجود وي نو لومړی باید د ټولګي له نماینده سره شريک شي او د ټولو ټولګیوالو له خوا ورباندې پرېکړه وشي چې ذکرشوی وړاندیز یا ستونزه مناسب ګڼل کیږي ترڅو له ادارې سره شریکه شي او کنه.
  • کله چې وړاندیز یا ستونزه د شریک کیدو لپاره مناسبه وبلل شوه، لومړی د ټولګي د ننه د ټولګي د لارښود استاد سره شريکه شي ځکه چې، د هر ټولګي لپاره یو لارښود استاد شتون لري.
  • که چېرې ستونزه د لارښود استاد په واسطه حل نه شوه، په دوهمه مرحله باید خپل وړاندیز او ستونزه د شکایتونو او وړاندیزونو د صندوق له لارې په لیکلي ډول سره شریکه کړي تر څو د پوهنځي د نظم او دیسپلین فرعي کمیټه ورته رسېدنه وکړي.
  • په دریمه مرحله کې وړاندیزونه او ستونزې د ټولګي د نماینده په واسطه باید د پوهنځي د اړوند څانګې له آمر سره شريکه شي، که چېرې د څانګې آمر د محصلینو وړاندیزونو او شکایتونو ته رسېدنه ونکړي نو په دې صورت کې د محصلینو نماینده خپل وړاندیزونه او ستونزې د پوهنځي له رئیس سره شریک کولای شي.

که چېرې د پوهنځي د ریاست په سطحه د محصلینو وړاندیزونو او شکایتونو ته د حل لاره پیدا نه شوه نو محصلین کولای شي ،چې خپل وړاندیزونه د خپلو نماینده ګانو په واسطه د پوهنتون د نظم او دیسپلین له عمومي کمیټې او همدارنګه د محصلانو چارو له معاونیت سره شریکه کړي.

 

  • د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د رضاکارانو محصلانو ټولنه:

دا ټولنه د محصلینو او ځوانانو ترمنځ د خواخوږۍ، همدردۍ او ټولنیز مسؤولیت روحیه پیاوړې کوي. دا ټولنه د حفظ الصحې، عامه پوهاوي او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې فعال رول لري، ترڅو نه یوازې د پوهنتون دننه، بلکې د ټولنې په کچه مثبت بدلونونه رامنځته کړي، د بېلګې په توګه د خپلې دیني او اسلامي وجیبې له مخې  د پوهنتون  اکاډمیک چاپیریال د ښکلا په موخه د نیالګیو کښېنولو پروسه او عاجلو مریضانو لپاره د وینې ورکولو پروسه او داسې نور ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي.

د یادې ټولنې هدف دا دی چې ځوانان وهڅوي، ترڅو د چاپېریال ساتنې، روغتیایي عامه پوهاوي، بشري مرستو او ټولنیزو خدماتو له لارې خپل مسؤولیت درک کړي او یو سالم، روښانه او پرمختللی افغانستان جوړ کړي.

  • د محصلانو روزنیز،مسلکي او مهارتونو پراختیا پروګرامونه :

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلانو د روزنې، مسلکي مهارت پراختیا په موخه بېلابېل پروګرامونه لري چې په لاندې ډول ذکر شوي دي .

 

  • روزنیز پروګرامونه :

 افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې  روزنیز علمي ورکشاپونه او سیمینارونه برابر وي،چې د محصلینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ډیر اغېرمن تمامېدلای شي، همدارنګه محصلینو ته علمي سفرونه چې د محصلینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې اړین بلل کیږي د اړوندو معاونیتونو او پوهنځیو په همکارۍ برابروي.

  • د مسلکي زده کړو برخه :

 افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څلور ګونو پوهنځیو محصلینو ته  په بېلابېلو برخو کې د عملي زده کړو زمینه برابره کړې ده،چې د پوهنځیو په همغږۍ محصلین  بېلابېلو امارتي او شخصي ادارو او اورګانونو ته د مسلکي مهارت لوړاوي په موخه معرفي شوي دي.

 

د فعالو او غیر فعالو برنامو لیست

ملاحظات

د پروګرام حالت

پروګرام

څانګه

پوهنځی

شماره

غیر فعال

فعال

 

 

ü

ماستری

فقه اوقانون

شرعیات

1

 

 

ü

قضاء او شرعي سیاست

 

 

ü

اسلامي بانکداري او اقتصاد

 

 

ü

دکتورا

فقه اوقانون

 

 

ü

قضاء او شرعي سیاست

 

 

ü

اسلامي بانکداري او اقتصاد

 

 

ü

ماستری

طبي  تکنالوژی

طب

2

 

 

ü

طبي  مایکروبیولوژی

 

×

 

نرسینگ

 

 

ü

دکتورا

صحت عامه

 

 

ü

ماستری

کرنیز اقتصاد او دکلیو پراختیا

زراعت

3

 

 

ü

تغذیه او تولید حیواني

 

 

ü

دکتورا

اگرانومی

 

 

ü

ماستری

صنعتي

انجنیری

4

 

 

ü

د کانونو را ایستلو انجنیري او مدیریت

 

 

ü

دکتورا

استرکچر