طـب پوهـنځی
د طب پوهنځي په هکله لنډ معلومات
پېژندنه
په افغان نړیوال پوهنتون کې د څلورو فعالو پوهنځیو څخه یو د طب پوهنځی دی چې څلور ډیپارټمنټونه لري، چې په لاندې ډول دي :
- د عامې روغتیا ډیپارټمنټ (دوکتورا)
- طبی علوم (مایکروبیالوژی) ډیپارټمنټ (ماستري)
- طبی لابراتوار تکنالوژی ډیپارټمنټ (ماستري)
- نرسنګ ډیپارټمنټ (ماستري)
لرليد
د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون طب پوهنځي په روغتيا، رغونه، ساتنه او پالنه کې په ملي او نړيواله کچه د پر مختللي او معياري طبي ښوونيز او څيړنيز مرکز په توګه څرګنديدل.
ماموريت
د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون طب پوهنځي د فوق ليسانس په کچه د معياري تدريس او څيړنې لپاره مناسب چاپيريال رامنځته کوي چې په مرسته يې متخصص، متعهد او متدين کادرونه روزي.
موخې
- په طبي برخه کې د فوق ليسانس په سطحه علمي ظرفيت لوړول
- په دوامداره توګه عصري طبي زده کړو ته وده ورکول.
- د روغتونونو د معياري کولو لپاره د مسلکي پرسونل د ظرفيت لوړول
تشکیلاتي جوړښت
د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځی اوس مهال په خپل تشکيل کې څلور فعالې څانګې لري چې هره څانګه په ځپل تشکيل کې څلور کادري استادان لري چې د وخت په تيريدو سره به دا تشکيل لاپراخ شي . دا مهال پکې د داخلي استادانو تر څنګ څلور تنه خارجي د دوکتورا په کچه استادان په تدريس، تحقیق او عملي کارونو بوخت دي.
فعالې برنامي
د طب پوهنځي په اډانه کې دا مهال درې دیپارټمنتونه (د عامې روغتیا د دوکتورا ، میکروبیالوژی ماستري او طبی لابراتوار تکنالوژی ماستري) فعال دي او د میکروبیالوژی د دوکتورا برنامه په پام کې ده چې راتلونکي کال کې به په فعالیت شروع وکړي. د یادو برنامو د تدریس، ازموینې او تحقیق ژبه صرف انګلیسي ده.
د کريکولم په اړه
د يادو برنامو کريکولومونه د جهاني ستندردونو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د فوق ليسانس برنامو د رياست له لوري د درې ګونو ورکشاپونو په مرسته په نړیواله سطحه برابر او بشپړ شوي دي. اما دا مهال د طب پوهنځي د خارجي مسلکي استادانو په شتون کې په بشپړ ډول اصلاح او تائيد شوي دي.
د عملي کار او تحقيقاتو په اړه
طب پوهنځي دا مهال د عملي کارونو لپاره يو داخلي لابراتوار چې پرمختللي وسایل پکې موجود دي لري، چې د لا غنې کولو لپاره یې کارونه په ګړندي ډول روان دي. د طب پوهنځي نوي روغتون کې به نوی لابراتوار چې ساختماني چارې يې مخ په ختميدو دی هم د زده کړې او کلینیکي تمریناتو په برخه کې د همکارۍ او څیړنې يو مرکز وي ترڅو د افغان ټولنې اړتیاوو ته د څیړنې او تحقیق له لارې د عصري روغتیا پاملرنې ستونزې ورحل کړي. دا به د افغانستان د اسلامي امارت د يوه ابتکار يه نوم په تاريخ کې د تل لپاره ثبت او ياديږي.
محصلين
د پوهنځی اوس مهال ۱۰۰ تنه محصلين لري. لس تنه يې د عامې روغتیا د دوکتورا په برنامه کې او ۹۰ تنه نور محصلین يې د مایکروبیالوژي او طبي لابراتوار تکنالوژۍ په ماستري برنامو کې په زده کړو بوخت دي.
کادري رغتون
د لوړو زده کړو وزارت او افغان نړيوال اسلامي پوهنتون له ستراتېژیکو او پرمختیايي پلانونو سره سم د طب پوهنځي د ماسترۍ او دکتورا محصلينو د سالمې او باکیفیته روزنې په موخه د پوهنتون په تشکیل کې د طب پوهنځي محصلانو د عملي زده کړو په موخه کادري روغتون ته اړتيا ده. دا وخت مونږ د روغتون لپاره يو درې پوړيزه ودانۍ لرو؛ چې په برق، اوبو، بريښنا او او ايرکنډيشنونو سمبال ده. د عملي کارونو لپاره لومړني پوړ لابراتوار او ډیری پرمختللي وسايل هم لري.همدارنګه یاده ودانۍ د موټرو پراخ پارکينګ تر څنګ شنه ساحه هم لري. خو دا چې بشپړ پرسونل، اړین طبي وسایل او تر څنګ یې د جاري مصارفو لپاره بوديجه اړينه ده نو طب پوهنځي د ادارې په هڅو به په دې وتوانيږو چې د یاد روغتون فعال او هیوادوالو لپآره یې ګټې اخیستنې ته اماده کړو. یو ځل بیا د طب پوهنځي پرسونل په هڅونه او د پوهنتونو د رهبرۍ په ملاتړ هڅه کیږي، چې له هرې ممکنه لارې څخه په ګټه اخیستنه روغتون فعال، استادانو او محصلانو ته پکې د تحقيقاتو زمينه برابره او ګرانو هېوادوالو ته اړین طبي خدمات وړاندې کړي. د روغتون لپآره اوسنۍ هڅې دادي چې د زړه په برخه کې د زړه د جراحۍ او داخله برخه فعاله کړل شي. چې د نیکه مرغه د روغتون د فعالولو لپاره د هیواد په سطحه د زړه جراح د طب پوهنځی د رئیس په هیڅ دنده تر سره کړي.
هوکړه ليکونه او اړيکې
- د عامې روغتيا وزارت سره هوکړه ليک.
- د کابل طبي پوهنتون سره هوکړه ليک
- د اميري طبي کمپلکس سره هوکړه ليک
- د اطلس روغتون سره هوکړه لیک
کنفرانسونه او ظرفيت لوړونه
- د څېړنې لپاره د پروپوزل لیکنې په اړه دوه ورځنی ورکشاپ
- د نويو تدریسي ميتودونو د تطبیق او کارولو اړوند ورکشاپ
- د چيچک د ناروغۍ د مخينوي لارې چارې
- د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت د زړه ناروغۍ د مخنیوي په اړه یو ورځنی سیمینار