د نړیوالو اړیکو معاونیت
پېژندنه
افغان نړيوال اسلامي پوهنتون په خپله اډانه کې پنځه معاونیتونه لري، چې د هغو څخه يو هم د نړيوالو اړيکو معاونيت دی،ياد معاونيت د دې پوهنتون يوه ځانګړنه ده،دا چې ياد معاونیت ولئ او کله رامنځ ته شو؟
باید ووايو چې پوهنتون مو يو نړيوال پوهنتون دی او په ياد پوهنتون کې بهرنيو استادانو، محصلینو، خارجي تعليمي مؤسسو او نورو سازمانونو سره اړيکه لري نو اړينه وه چې په پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو معاونیت شتون ولري په همدې بناء د لوړو زدهکړو وزارت په غوښتنه او د اسلامي امارت د رهبرۍ څخه په منظورۍ په ۱۴۴۳ ه-ق کال کې افغان امریکايې پوهنتون د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په نوم ونومول شو چې له همغه وخته نه د پوهنتون د ايجاد سره سم دا معاونيت رامنځ ته شوی دی.
د نړیوالو اړیکو معاونیت لرلید
د اسلامي او ملي ارزښتونو يه پام کې نیولو سره په سیمه ییزه او نړیواله کچه، د نړیوالو تحصیلي او خیریه تعلیمي بنسټونو ، څېړنیزو مرکزونو او سازمانونو سره د غښتلو او معیاري اکاډمیکو اړیکو را منځته کول.
د نړیوالو اړیکو معاونیت ماموریت
په هېواد د ننه او نړیواله کچه له پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو او موّسساتو سره د پوهنتون د پرمختګ لپاره اړیکې جوړول، همدارنګه له پوهنتونونو، څېړنیزو مرکزونو، حکومتي ادارو، خصوصي سکتور، سوداګریزو مرکزونو او نورو نړیوالو ادارو سره د پوهنتون او محصلینو د علمي څېړنو او علمي پرمختګ لپاره د هوکړه لیکونونو او همکاریو زمینه برابرول.
د نړیوالو اړیکو معاونیت موخې
- د نړیوالو اړیکو د معاونيت د جوړېدو موخه په نړیواله کچه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د وضعیت او ظرفیت لوړول او د علم په ډګر کې په سيمهییز او نړيوال سټيج د تخصصي علومو معرفي کول دي.
- د معتبرو علمي او نړیوالو سازمانونو سره اړيکې او د هغوي غړیتوب ترلاسه کول او د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د یادداشتونو، تړونونو، قراردادونو لاسلیک کول او په بېلابېلو تحصیلي کچو د ماسټرۍ او دوکتورا په سويه د استادانو او کارکوونکو استول.
- د اسلامي شریعت او د هېواد ملي ګټو په پام کې نيولو سره د نړیوالو تعلیمي همکاریو پراخول.
- د نړیوالو علمي همکاریو پیاوړتیا او پراختیا، په ځانګړې توګه له اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو له سازمان او د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د ملي او نړیوالو خیریه موسسو او بنسټونو سره د اړیکو لپاره آسانتیاوې برابرول.
- د روغتیا، کرنيزو تولیداتو، انجنيرۍ په برخو کې د ملي او نړیوالو پانګوالو سره د متقابل عمل رامنځته کول او د هغو بنسټونو او شرکتونو سره چې په دې برخه کې کار او څیړنه کوي، د قراردادونو او یاداشتونو لاسلیک کول.
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون لپاره د ملي او نړیوالو تړونونو د لاسلیک په پار د سفر زمینه برابرول.
- په افغانستان کې بهرنیو سفارتونو څخه د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د نړیوالو اړیکو معاونیت د غړو او همدا رنګه د پوهنځيوو غړو یا د انفرادي مطالعاتو لپاره رسمي سفرونو ته معرفي کول.
- د بهرنیو چارو وزارت لخوا په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د همکارۍ او تدریس لپاره دعلمي او نړيوالو کدري اشخاصو لپاره د اسنادو ګړندي تصویب او د ویزو صادرولو اسانتیا.
- د هغو کسانو لپاره چې د پراختیا او خدماتو په سکتور کې پانګونې ته لیوالتیا لري د ویزې ترلاسه کولو پروسې اسانه کول او همدارنګه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په زیربناء کې سمبال، معیاري او عصري لابراتوارونو جوړولو هڅې.
د نړیوالو اړیکو معاونیت اداري تشکیل
د نړیوالو اړ یکو معاونیت (۲) بست |
اجرایه عمومي مدیریت (۴) بست |
د عامه اړیکو او فرهنګي چارو کارپوه (۴) بست |
د نړیوالو اړیکو آمریت (۳) بست |
د داخلي تحصیلي بنسټونو سره د اړیکو عمومي مدیریت (۴) بست |
د نړیوالو تحصیلي بنسټونو سره د اړیکو عمومي مدیریت (۴) بست |
د نړیوالو علمي شخصیتونو سره د اړیکو عمومي مدیریت (۴) بست |
د علمي خیریه موسساتو سره د اړیکو عمومي مدیریت (۴)بست |
د نړیوالو اړیکو معاونیت دندې او مسولیتونه
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون لپاره د ملي او نړیوالو تړونونو د لاسلیکولو لپاره د سفر زمینه برابرول.
- د پوهنتون د مقام سره په ګډه د علمي او فرهنګي همکاریو میکانیزم جوړول.
- د نړیوالو تحصیلي بنسټونو او نړیوالو علمي اشخاصو سره د علمي او فرهنګي همکاریو لپاره اړیکې جوړول.
- د بورسونو د نوماندانو او د هغوی د لګښتونو لپاره د قراردادونو او هوکړه لیکونو په طی مراحلو کې همکاري کول.
- د پوهنتون لپاره د ټولو هوکړه لیکونو، یاداښتونو، قراردادونو او نورو علمي همکاریو لپاره میکانیزوم رامنځته کول.
- د فرهنګي اړیکو د لا ښه تامین په موخه د څېړنیزو برنامو تنظیم او تطبیق.
- د نړیوالو فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ښه او مناسبه فضا را منځته کول.
- د تحصیلي بورسونو د ترلاسه کولو لپاره د بهرنیو تحصیلي بنسټونو سره د پوهنتون د لوړ رتبه غړو د ملاقاتونو لپاره زمینه برابرول.
- د معتبرو علمي او نړیوالو سازمانونو سره اړيکې او د هغوي غړیتوب ترلاسه کول او د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د یادداشتونو، تړونونو، قراردادونو لاسلیک کول او په بېلابېلو تحصیلي کچو د ماسټرۍ او دوکتورا په سويه د استادانو او کارکوونکو استول.
د پوهنتونونو، بانکونو، امارتي ادارو او همدارنګه د خصوصي شرکتونو لیست چې ورسره تړون لاسلیک شوی په لاندې ډول دی:
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او افغانستان بانک ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او فاریاب پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او شیخ زاید پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او اناستو پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک
- د افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون او د کابل طبي پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او پروان پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او البیروني پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او ښار اوکور جوړونې وزارت ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د کلیو پراختیا وزارت ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او عبدالله بن مسعود جامعې ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او میسم سټیل ترمنځ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او کندز پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تخار پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک
هغه بهرني پوهنتونونه، وزارتونه، خصوصي شرکتونه او نورې امارتي ادارې چې په پلان کې دي راتلونکې کې ورسره د همکارۍ تړونونه لاسلیک شي.
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د ایران د ساینس او ټیکنالوژۍ پوهنتون ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک کولو لپاره هڅې
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او اسلام آباد د نست پوهنتون ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو هڅې
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او ایوفی (د بحرین د اسلامي مالیاتو اداره) ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک کولو لپاره هڅې
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او نجم الدین اربکان پوهنتون ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو هڅې
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د ښار اوکور جوړونې وزارت ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو هڅې
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د کلیو پراختیا وزارت ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو هڅې
- افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ انستیتیوت ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو هڅې
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د کرنې وزارت ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو هڅې
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د فرانسې د روغتون ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو هڅې