دڅیړنو علمي معاونیت
لرلید:
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون استادانو، څېړونکو او زده کړیالانو ته د داسې علمي چاپېریال برابرول، چې د څېړنو او څېړنیزو پروژو د تطبیق له لارې نوښتونه رامنځته کړي، نوی علم تولید شي او د څېړنو کلتور ته داسې وده ورکړل شي، چې د هېواد اقتصادي نظام پیاوړی کړي او افغانستان د علمي تولید په نړیوال ډګر کې وځلوي.
ماموریت
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون هڅه کوي، چې نوښتګرو علمي څېړنو کې د نړۍ د غوره پوهنتونونو له جملې څخه وي. د نوي علم او ټکنالوژۍ په تولید کې رغنده ونډه ولري، اقتصادي فرصتونه ایجاد او د راتلونکې نړۍ مشرانو په روزلو کې مخکښ وي.
دندې
- د زده کړهيزو ورکشاپونو او سمپوزیمونو له لارې د پوهنتون د علمي کادر د څېړنیزو مهارتونو لوړول.
- د پوهنتون د علمي کادر لپاره د څېړنو په برخه کې هر ډول آسانتیاوې برابرول.
- د بېلابېلو علمي څانګو ترمنځ د مشترکو څېړنیزو پروژو د تطبیق لپاره د میکانیزمونو او پالیسو جوړول.
- د ملي او نړیوالو څېړنیزو مراکزو سره هوکړه لیکونه(MoU) کول او د هغوي له لارې استادانو او څېړونکو ته د څېړنې فرصتونه او بودیجې برابرول.
- د طبیعي او ټولنیزو علومو د څېړنو په برخه کې ټولو امارتي ادارو ته مشوره ورکول.
- د نړیوالو اکاډمیکو اصولو مطابق د علمي څېړنو معیاري کول.
- په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې د علمي څېړنو د نتایجو خپرولو کې د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو سره همکاري کول.
- د څېړني او اړونده فعالیتونو لپاره د قوانینو او طرزالعملونو جوړول.
- د مختلفو علمي، څېړنیزو، صنعتي او حکومتي سازمانونو لخوا اعلان شوي څېړنیزو فرصتونو په اړه د څېړونکو خبرول او معلومات ورکول.
- د پوهنتون د برنامو اړوند د نظام د ټولو وزارتونو سره د علمي څېړنو په ترسره کولو کې همکاري کول، علمي ژورنالونه او کنفرانسونه جوړول او په پوهنتون کې د څېړنې د بودیجې او نورو اړونده څېړنیزو فعالیتونو کنټرولول.
علمي ژورنالونه
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د «فجر الافغان شرعي او حقوقي ژورنال» په نوم یو علمي ژورنال لري، چې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل خپریږي. دغه ژورنال د شرعیاتو او حقوقو په بېلا بېلو برخو کې علمي او څېړنيزې مقالې خپروي. دغه ژورنال د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصویب شويو پالیسیو او لارښوونو سره سم خپریږي او د پوهاندانو، څېړونکو او زده کړیالانو لپاره د شرعیاتو او حقوقو په اړه د بحثونو او پرمختګونو لپاره یو مهم پلاتفورم ګڼل کیږي.
سربېره پر دې، پوهنتون د طبیعي علومو په برخه کې د یوه بل ژورنال د جوړولو په پروسه کې دی، چې ډېر ژر به آنلاین خپرونې پیل کړي. دغه نوی ژورنال به د طبیعي علومو په بېلا بېلو څانګو کې څېړنې او علمي معلومات شریک کړي او د پوهنتون علمي هڅې به لا پیاوړي کړي.
کنفرانسونه/سمینارونه او ورکشاپونه
د پوهنتونونو یو له مهمو مسؤلیتونو څخه د علمي پرمختګ پیاوړتیا ده چې د کنفرانسونو، سیمینارونو، او ورکشاپونو له لارې ترسره کیږي. په همدې لړ کې، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا" ترسرلیک لاندې ملي کنفرانس دایر کړ. دغه کنفرانس د دې لپاره ترسره شو ترڅو د اسلامي امارت له لورې د څېړنې پر اهمیت ټینګار سره سره، د افغانستان په پوهنتونونو کې د څېړنې په برخه کې موجودې ستونزې حل شي. په دې کنفرانس کې د پوهاندانو، پالیسي جوړونکو، څېړنیزو بنسټونو کارکوونکو او مسلکي څېړونکو لپاره یو مهم فرصت برابر شو، چې خپلې علمي مقالې د کنفرانس د موضوعاتو سره سم وړاندې کړي.
د کنفرانس موخې
- د څېړنې د اوسني وضعیت په هکله د معلوماتو شریکول، لومړیتوبونه او حل لارې په ګوته کول.
- د څېړنې او تحصیلي بهیر د کیفیت او اغېز پیاوړتیا.
- د څېړنو د غوره تاثیر لپاره د اړوندو ادارو له متخصصینو او پالیسي جوړوونکو کسانو نظریات او وړاندیزونه ترلاسه کول
کليدي محاور
- د څېړنې مېتودولوژي ارزښت، ستونزې او د حل لارې چارې
- د کتابتوني، ساحوي او د لابراتواري څېړنو تر سره کولو توپیرونه، اړیکې او د بېلابېلو تګلارو ارزونه
- د څېړنې په پياوړتيا کې د ټيکنالوژۍ او پرمختللو وسائلو ونډه او ارزښت
- د څېړنيزو ارقامو د تحليل، تدقيق او معقولې استفادې لارې چارې
- د څېړنې د اخلاقي اړخ رول او ارزښت
- د ټولنې د اړتيا او لومړيتوبونو پر بنسټ ولاړې څېړنې او په پرمختګ يې اغېزې
دغه کنفرانس د افغانستان په څېړنیز پرمختګ کې یو مهم ګام و چې د پوهنتونونو د څېړنې پیاوړتیا په برخه کې به حیاتي رول ولوبوي. په آینده کې به هم ډیر نور دا ډول کنفرانسونه او ورکشاپونه دایر شي.
څېړنیزې پروژې
د پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت یو له مهمو دندو څخه دا دی، چې د څېړنیزو پروژو لپاره اړین مالي ملاتړ برابر کړي، که هغه د حکومت له خوا وي او که د نورو ملي او نړیوالو سازمانونو له خوا وي. د اوس لپاره، معاونیت په پام کې لري چې د پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړیالانو سره د هغوي په څېړنیزو پروژو کې مرسته وکړي. په دې توګه، د بېلا بېلو څانګو په کچه به تر ۳۰ زیاتې څېړنیزې پروژې تنظیم شي، ترڅو زده کړیالانو ته د هغوي په علمي او مسلکي وده کې مرسته وشي.
همدارنګه، معاونیت هڅه کوي، چې د داخلي او نړیوالو سازمانونو څخه د څېړنې لپاره مالي منابع ترلاسه کړي، ترڅو زده کړیالانو ته د باکیفیته څېړنو ترسره کولو فرصت برابر شي.
لابراتوارونه
پوهنتون څلور پوهنځي لري: کرنه، شرعیات، طب او انجینري. پرته له شرعیاتو، نور ټول پوهنځي په لابراتورونو سمبال دي، چې د څېړنو لپاره اړين دي. لابراتورونه د څېړنو لپاره ډېر مهم دي؛ ځکه په لابراتوارونو کې استادان او زده کړیالان خپلې تجربې ترسره کوي او عملي زده کړې کوي. لابراتورونه د تیوری زده کړو عملي استعمال دی، چې زده کړیالانو ته دا فرصت ورکوي چې خپلې زده کړې عملي وښيي، نوې ټیکنالوژي رامنځته کړي او د ستونزو حل لارې پيدا کړي. په کرنه، طب او انجینرۍ کې لابراتورونه د پوهې د پراختیا او نوښت لپاره ډېر اړین دي او دا ډاډ ورکوي چې استادان او زده کړیالان د ساینس په برخه کې نوې لاسته راوړنې وکړي او د ټولنې په پرمختګ کې برخه واخلي.
کتابتونونه
پوهنتون دوه ښه مجهز کتابتونه لري، چې د بېلا بېلو موضوعاتو اړوند په هر کتابتون کې د ۱۰۰۰۰ څخه زیات کتابونه په کې موجود دي.کتابتونونه په علمي چاپیریال کې یوه بنسټیزه او مهمه برخه جوړوي. دوی د استادانو او زده کړیالانو لپاره یوه نه بېلېدونکې سرچینه ده، چې د پوهې پراخه ذخیره برابروي او د څېړنې، زده کړې او فکري پرمختګ ملاتړکې مرسته کوي. د هر پوهنتون لپاره د ښه سمبال کتابتون لرل یوه اړتیا ده، ځکه چې یوازې کتابونه نه بلکې د خپلواکې مطالعې، ژورې پوهې او علمي پرمختګ لپاره مناسب چاپیریال هم برابروي. د ۱۰,۰۰۰ څخه زیات کتابونو سره، دغه کتابتونونه د زده کړیالانو او څېړونکو لپاره اړینې منابع برابروي، چې هغوي ته دا فرصت ورکوي چې خپله پوهه او مهارتونه په بېلا بېلو برخو کې پراخه کړي او د علم په بېلا بېلو ډګرونو کې نوې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.