د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۵۰
aiiu

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ الحدیث ضیاءالرحمن مدني له مل پلاوي سره یوځای د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د پوهنتون له رهبرۍ او استادانو سره یې مشورتي ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني د پوهنتون له روان وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه، او د پوهنتون استادانو ته په وینا کې وویل، چې استادان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، او په ځانګړې توګه په داسې علمي بنسټ کې چې د ماسټرۍ او دوکتورا ګڼ شمېر برنامې په کې فعالې دي، د استادانو مسوؤلیت لا زیاتېږي. علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني له استادانو وغوښتل، چې خپلې دندې په بشپړ مسلکي، علمي او مسوؤلانه ډول ترسره کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پوهنتون رهبرۍ له لوري وړاندې شوې ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د حل لپاره به یې اړین اقدامات ترسره شي.
یاده لیدنه د لوړو زده کړو وزارت او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همغږۍ د پیاوړتیا، د ستونزو د حل او د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو رغنده او مهم ګام بلل کېږي.
دوشنبه ۲۵/۳/۱۴۰۵هـ.ش    ۲۹/۱۲/۱۴۴۷هـ.ق 
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۴۵
Background image

د عقیدې کتاب تدریس او د  علمي برنامو کلنۍ ارزونې بیا کتنې تر عنوانونو لاندې سیمینارونه ترسره شول.

د عقیدې کتاب تدریس او د  علمي برنامو کلنۍ ارزونې بیا کتنې تر عنوانونو لاندې سیمینارونه ترسره شول.
د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لورې د «عقدې کتاب تدریس» او همدارنګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې، د مسلکي پرمختیا عمومي مرکز له لوري د «جهادي اثارو د ساتنې» او «د کلنۍ ارزونې او علمي برنامو پېژندنې» تر عنوانونو لاندې دوه مهم سیمینارونه وړاندې شول.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې، د مسلکي پرمختیا عمومي مرکز له لوري د «جهادي اثارو د ساتنې» او «د کلنۍ ارزونې او علمي برنامو پېژندنې» تر عنوانونو لاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۵
Background image

د هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

د هوا ککړتیا عواملو او د حل لارو چارو تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا عمومي مرکز له لوري، د ،هوا. . .

BACK TO NEWS