د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د نړیوالو مقالو لیکلو په اړه سیمینارونه ترسره شول

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۱۳
aiiu

د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د نړیوالو مقالو لیکلو په اړه سیمینارونه ترسره شول
نن دوشنبه چې د روان کال د عقرب میاشتې له۲۶مې نېټې سره برابره ده، د علمي چارو معاونیت اړوند داستادانو مسلکي پرمختیا(PDC)  آمریت له لوري د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ته د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د نړیوالو مقالو لیکلو په اړه دوه علمي سیمینارونه ترسره شول.
لومړي سیمینار چې د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع‌الله عطاء له لوري وړاندې شو چې په کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه له لوري د توشیح شوي فرمان په ځینو مهمو اصطلاحاتو او اړوند مادو باندې معلومات وړاندې شول.
دوکتور رفیع الله عطاء د فرمان تدریس او تشریح پرمهال ټینګار وکړ، چې د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه له لوري توشیح شوي فرمانونه باید په بشپړه توګه تطبیق شي تر څو په ټولنه کې اصلاح او په اداراتو کې اداري کارونه په سمه او اغیزمنه توګه پر مخ ولاړ شي.
په ورته مهال دوهم سیمینارد نړیوالو مقالو لیکلو بڼه او په نړیوالو علمي ژورنالونو کې د نشرولو کړنلارې تر عنوان لاندې د زراعت پوهنځي استاد دوکتور جوهر علي له لوري وړاندې شو، چې په کې د نړیوالو مقالو د لیکو بڼه، د نړیوالو مقالو معیار، د نړیوالو اصولو سر سم د مقالو پر لیکلو او ورته نورو موضوعاتو باندې بشپړ معلومات وړاندې شول.
د یادولو وړ ده، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح تر عنوان لاندې سیمینارونه هره اوونۍ ترسره کېږي، تر څو استادان او کارکوونکي ورباندې خبر شي او په خپلو علمي او مسلکي چارو کې ورته د عمل جامه ورواغوندي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۹
Background image

اداري کارکوونکو ته د اداري فساد تر عنوان لاندې اصلاحي بیان وړاندې شو

اداري کارکوونکو ته د اداري فساد تر عنوان لاندې اصلاحي بیان وړاندې شو.
نن چهارشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب له ۲۸مې نېټې سره سمون خوري، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۴۰
Background image

د دعوت او ارشاد آمریت نوبتي غونډه ترسره شوه

د دعوت او ارشاد آمریت نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند دعوت او ارشاد آمریت نوبتي غونډه  ترسره شوه
دغه غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء په مشري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۱۳
Background image

د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د نړیوالو مقالو لیکلو په اړه سیمینارونه ترسره شول

د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی ورعاه د فرامینو تشریح او د نړیوالو مقالو لیکلو په اړه سیمینارونه ترسره شول
نن دوشنبه چې د روان کال د عقرب میاشتې له۲۶مې نېټې سره برابره ده، د علمي چارو. . .

BACK TO NEWS