د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې، د مسلکي پرمختیا عمومي مرکز له لوري د «جهادي اثارو د ساتنې» او «د کلنۍ ارزونې او علمي برنامو پېژندنې» تر عنوانونو لاندې دوه مهم سیمینارونه وړاندې شول.

aiiu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې، د مسلکي پرمختیا عمومي مرکز له لوري د «جهادي اثارو د ساتنې» او «د کلنۍ ارزونې او علمي برنامو پېژندنې» تر عنوانونو لاندې دوه مهم سیمینارونه وړاندې شول.
په دغه علمي پروګرام کې د پوهنتون داخلي استادانو او د رهبري شورا غړو ګډون کړی و. لومړی سيمينار د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت تر سره شو، چې د جهادي اثارو د ساتنې اړوند فرمان د تطبیق په اړه یې تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه، چې جهادي اثار د اسلامي امت په تاریخ کې د مسلمانانو د مېړانې، قربانۍ او مبارزې څرګندونه کوي. هغه د جهادي اثارو پېژندنه، ډولونه، د فرمان د تطبیق مراجع، ارزښت، او همدارنګه د جهادي اثارو د ساتنې ریاست دندې او مسؤلیتونه په تفصیل سره تشریح کړل.
ورپسې دوهم سیمینار د شرعیاتو پوهنځي رئیس دوکتور عبدالحق حنیف له لوري د «کلنۍ ارزونې او علمي برنامو پېژندنې» تر عنوان لاندې وړاندې شو. نوموړي په خپلو څرګندونو کې د کلنۍ ارزونې پېژندنه، د علمي برنامو او ارزونې مفهوم، د یوه نهاد د ارزونې څرنګوالی او د کلنۍ ارزونې اساسي اهداف په روښانه او منظم ډول بیان کړل.
د سیمینارونو په وروستۍ برخه کې ګډونوالو ته د پوښتنو او ځوابونو موقع برابره شو، چې په ترڅ کې یې د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه علمي بحثونه ترسره شول او ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظریات شریک کړل.
۱۴۴۸/۲/۱۳هـ.ق
۱۴۰۵/۵/۶هـ.ش
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۳۱
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پیل شوې.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانکریټ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۲۵
Background image

د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.

د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ډیپارټمنټو آمرینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د ډارپ سیسټم پیژندنې تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۱
Background image

د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دفتر آمریت په همکارۍ، د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د. . .

BACK TO NEWS