د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
نن دوشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دفتر آمریت په همکارۍ، د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري، د ،هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما، تر سرلیک لاندې علمي سیمینار واړندې شو،
چې د پوهنتون استادانو، اداري او خدمتي کارکوونکو پکې ګډون کړی وه.
د غونډې په پیل کې د نړیوالو اړیکو مرستیال مفتي رضوان الله منیب ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د هوا ککړتیا، چاپېریال ساتنې او انرژۍ سپما په اړه هر اړخیزه وینا واوروله.
نوموړي زیاته کړه، چې موږ ټول مسؤلیت لرو، څو خپل چاپېریال ساتنې ته لازمه پاملرنه وکړو او د انرژۍ په مصرف کې سپما رامنځته کړو.
دغه سیمینار د پلان او پالیسي مدیر سمیع الله محمدي لخوا وړاندې شو، چې پکې د هوا ککړتیا د پېژندنې، د هوا ککړتیا سرچینې، د هوا ککړتیا د مخینوي لارې چاري، د انرژي سپما، د انرژي د مصرف مخنیوی او ورته نور موضوعاتو باندې بشپړ معلومات وړاندې کړه.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون تل هڅه کوي، د کارکوونکو او محصلانو د عامه پوهاوي لوړاوي لپاره دا ډول علمي سیمینارونه دایر کړي.
دوشنبه، ۲۰ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش. ۲۹ ربیعالثانی ۱۴۴۸ هـ.ق.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
