ستره علمي بریا او نړیوال ویاړ.
ستره علمي بریا او نړیوال ویاړ.
په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره تاسو ته خبر درکوو، چې Afghan International Journal of Science (AIJS) اوس د نړۍ په معتبر او نړیوال " Open Access " ډیټابېس Directory of Open Access Journals (DOAJ) کې په رسمي ډول " Index" شو.
دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د ژورنال د علمي کیفیت، شفافیت او نړیوالو معیارونو د پوره کولو څرګندونه کوي، بلکې د افغانستان د علمي او څېړنیز پرمختګ لپاره یو تاریخي ګام هم بلل کېږي.
" DOAJ " ته د " AIJS" شاملېدلو سره د ژورنال علمي اعتبار نړیوال شو، د څېړونکو مقالې به نړیوال لاسرسی او زیات " Citation" ترلاسه کړي، افغان څېړنې به نړیوالو علمي ټولنو ته ورسېږي او په دې سره دا څرګندیږي، چې ژورنال د " Open Access Publishing" نړیوال معیارونه پوره کړي دي.
په پای کې موږ د خپلو محترمو لیکوالانو، څېړونکو، اېډیټورانو، کره کتنونکو او ټولو ملاتړو څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې د دې ستر بریالیتوب برخه شول.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.
