د محصلانو چارو معاونیت :
د محصلانو چارو معاونیت د محصلینو سره د اړیکو لومړی مرحله ده.
د محصلینو د جذب او دوی ته د اسنادو د ورکړې اکثره مرحلې د محصلانو چارو په معاونیت کې ترسره کیږي.
د محصلانو چارو معاونیت ماموریت :
د محصلانو چارو معاونیت د خدمت په روحیه سره د محصلینو د روزلو او د دوی لپاره د مناسب تدریسي چاپیریال برابرولو رسالت پر عهده لري.
د محصلانو چارو معاونیت لرلید:
د محصلانو چارو معاونیت هوډ لري چې د علمي او مسلکي زده کړو د ودې لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو سره د دغه پوهنتون د ځوان نسل پټ استعدادونه رابرسېره کړي.
د محصلانو چارو معاونیت اهداف :
د زده کوونکو د چارو معیاري او سالم مدیریت
د تدریس چارو ښه کول
په تدریسي بهیر کې د اسانتیاوو او هوساینې فرصت ترتیب کول.