د افـغان نـړیوال اسلامي پوهنتون (AIIU) پیژندنه :
د پوهنتون په اړه معلومات
۱ـ د پوهنتون لنډه تاریخچه:
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په افغانستان کې لومړنی نړیوال پوهنتون دی، چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته ایجاد شوی دی. لوړو زده کړو ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او د لوړو زده کړو د مسئولینو د ځانګړې توجه په اساس اړینه وبلل شوه، چې په هېواد کې د معیاري کادرونو د روزلو په موخه د فوق لېسانس د زده کړو مرکزونه رامنځته او ورته ځانګړي توجه وشي. په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۰۱/۰۹/۱۴۰۰ نیټې د ( ۱۱ ) ګڼه مصوبې د ( ۵ ) بند په اساس افغان نړیوال اسلامي پوهنتون (AIIU) Afghan International Islamic University تأسیس شو.
د دې نړیوال علمي مرکز د تأسیس څخه یوازینې موخه په لوړ او معیاري کیفیت سره د ګران هېواد د علمي کادرونو او متخصصینو سالمه روزنه او تربیه ده کومه، چې د دیني او ملي ارزښتونو په رڼا کې ترسره کېږي. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رهبري په دې باوري ده، چې د خپل هېواد هر اړخیزه بساینه او استقرار یوازې په معیاري او باکیفیته زده کړو کې نغښتی دی. د لوړو زده کړو وزارت د همکاریو او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د رهبرۍ د نه ستړې کېدونکو هڅو په ډېره کمه موده کې د یاد پوهنتون له لارې یو ښه معیاري علمي چاپیریال را منځته کړ، چې د خلکو پام یې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په لوري را جلب کړ. اوس مهال یاد پوهنتون د انجینري، زراعت، طب او شرعیاتو پوهنځیو په ( ۱۷ ) بېلا بېلو څانګو کې د ماسترۍ او دوکتورا برنامې پیل کړي چې، ټولنې ته علمي کادرونه او د مربوطه څانګو متخصصین وړاندې کوي.
۲:- لرلید.
د اسلامي اصالت، معاصرت او ملي ارزښتونو پر بنسټ د یو مخکښ نړیوال تحصیلي او څېړنیز مرکز په توګه پېژندل کېدل.
۳:- رسالت.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په راشده اداره، باکیفیته تحصیلاتو، څېړنو او نوښتونو د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ لپاره کار کوي.
۴:- موخې.
۱ـ د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې علمي پرمختګ ته وده ورکول؛
۲ـ د هېواد او سېمې په کچه د علمي کادرونو، متخصصینو او مسلکي اشخاصو روزل؛
۳ـ هېوادوالو ته په کور دننه فوق لېسانس زده کړو زمینه برابرول؛
۴ـ د ټولنې له اړتیاوو سره سمې معیاري څېړنې ترسره کول او د هېواد په ملي قضایاوو کې فعاله ونډه اخیستل.
۵:- ارزښتونه.
۱ـ دین: د اسلامي اصولو په رڼا کې کار کول؛
۲ـ صداقت: په اخلاقي، صادقانه او عادلانه توګه عمل کول؛
۳ـ درناوي: اورېدل، اهمیت ورکول، زغمل او منل؛
۴ـ زړورتیا: رهبري کول، مسئولیت اخیستل او پوښتنه کول؛
۵ـ غوره والی: د غوره والي او ځانګړتیا لپاره هڅه کول؛
۶ـ اغېزه: ځواکمنول، فعالول او هڅه کول.
۶:- مهمې لاسته راوړنې.
- افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تأسیس د دریو څخه زیات کلونه کېږي، چې پدې کمه موده کې په څلور ګونه پوهنځیو (شرعیات، کرنې، انجنیري او طب) کې (۱۵) د فوق لېسانس څانګې فعال او ایجاد کړي دي. چې په لاندې ډول سره لیکل شوي دي.
د شرعیاتو په پوهنځي کې د (اسلامي بانکداري دوکتورا، قضاء او سیاسي شرعت دوکتورا ، فقه او قانون دوکتورا) څانګو فعالول.
د شرعیاتو په پوهنځي کې د (اسلامي بانکداري ماسټري، قضاء او سیاسي شرعت ماسټري، فقه او قانون ماسټري) څانګو فعالول.
د کرنې په پوهنځي کې د (د بڼوالې دوکتورا او د اګرانومي دوکتورا) څانګو فعالول.
د کرنې په پوهنځي کې د (د زراعتي اقتصاد او کلیو پراختیا ماستري او د حیواني تغذیي او تولید ماسټري) څانګو فعالول.
د انجنیري په پوهنځي کې د (د سترکچر دوکتورا) څانګې فعالول.
د انجنیري په پوهنځي کې د (د صنعتي انجنیرۍ ماسټري او د کانونو د استخراج انجنیرۍ او مدیريت ماسټري) څانګو فعالول.
د طب په پوهنځي کې د (د عامې روغتیا دوکتورا) څانګې فعالول.
د طب په پوهنځي کې د (د طبي تکنالوژی لابراتوار ماسټري او مایکروبیولوژي ماسټري) څانګو فعالول.
- فوق لېسانس برنامو د تحصيلي چارو د تنظیم او تکميل په موخه په پراخه کچه دعلمي کادرونه په دندو ګمارل. نوموړي علمي کادرونه نه یوازې د خپل هېواد لوړ رتبه او د وکتورا تحصيلي درجې لرونکي معتهد او مسلکي اشخاص دي بلکې د بهرنیو اسلامي هېوادونو لکه پاکستان، ايران، مصر او ترکيې څخه يې هم ورزیده او با استعداده پروفیسوران د تدریس، څېړنې او ظرفيت لوړونې په برخه کې په دندو ګمارلي دي.
- افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دولتي او خصوصي ادارو سره د محصلینو د علمي تحقیق په موخه هوکړه لیکونو لاسلیک کړي دي، چې په لاندې ډول سره ذکر شوي دي.
- افغانستان بانک سره
- افغان ملي بانک سره
- فاریاب پوهنتون سره
- کندز پوهنتون سره
- جوزجان پوهنتون سره
- میثم د اوسپنو د ویلي کولو شرکت سره
- شیخ زايد پوهنتون سره
- جامعه عبدالله بن مسعود (رض) سره
- اناسټو پوهنتون سره
- ابو علي ابن سینا طبي پوهنتون سره
- پروان پوهنتون سره
- البیروني پوهنتون سره
- د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي لابراتوار سره
- د عامې روغتیا وزارت د خوړو د تنظیم او کنترول ادارې سره
- د ټولګټو وزارت سره
- د ایران علمي صنعت پوهنتون سره
- د پاکستان د نسټ (NUST) پوهنتون سره
- ننګرهار پوهنتو سره
- امیري میډکل روغتون سره.
- افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د عامې روغتیا وزارت څخه د طب پوهنځي لپاره د میلیونونو افغانیو په ارزښت لاربراتواري وسایل راوړل.
- د لوړو زده کړو وزارت څخه د (مجله شرعی حقوقی فجرالافغان) په نامه علمي مجلې جواز اخیستل.
- د پوهنتون لپاره ویبسایت فعالول.
- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصیلینو د تحقیق لپاره د سمارټ کلاس پروژې تطبیق.
- د فتحې څخه وروسته افغان نړیوال اسلامي پوهنتون (28882288) اته ویشت میلونه اته لکه دوه اتیا زره دوه سوه اته اتیا افغانۍ عواید راټول او د امارت خزانې ته یې سپارلي.
۷:- د پوهنتون قانوني حیثیت.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون په افغانستان کې لومړنی نړیوال اسلامي پوهنتون دی چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ( امارتي پوهنتون په حیث) ایجاد شوی.
۸:- د پوهنتون د رئیس لنډه معرفي.
نوم:- پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء
دنده:- د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس.
تحصیل کچه:- دوکتورا.
رتبه:- پوهندوی.
۹:- د پوهنتون د سرپرست رئیس پیغام
حامدا و مصلیا اما بعد! قال الله سبحانه و تعالی ( يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ».
پوهنتونونونه او علمي بنسټونه د علم تولید، خپراوي او تحصیل بنسټیز مرکزونه دي، چې د همدې په واسطه د جهل شپه په رڼا بدلېږي او انساني ژوند او مدنیت پرمختګ کوي، ټولنې د کمال او هوساینې لوړ معیار ته رسېږي. په بل عبارت علمي مرکزونو په ټوله کې د ټولنې د پرمختګ، اصلاح او فلاح لپاره راڼه څراغونه او مشالونه دي. علمي مرکزونه او پوهنتونونه په خپله اډانه کې بېلا بېل اداري واحدونو لري، چې ټول یې د مشترکو موخو او لرلید ته د رسېدو په رسالت بوخت دي.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون هم د هېواد له مهمو تحصیلي بنسټونو څخه دی، چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې خپل علمي او تحقیقي چارې پر مخ وړي. له نېکه مرغه افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د افغانستان اسلامي امارت په را تګ سره د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په وړاندیز د ریاست الوزراء د عالي مقام له لوري په ( ۱۴۴۳ ) هجري قمري کې، چې د ( ۱۴۰۰ ) هجري لمریز کال سره برابر دی، منظور شو. د هېواد تحصیلي او تحقیقي اړتیاوو ته په کتو افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ماسټرۍ او د کتورا په څلور ګونو پوهنځیو کې اولس ( ۱۷ ) منظور شوې برنامې لري، چې پنځلس ( ۱۵ ) یې په عملي توګه فعالې او نورې به ډېر ژر فعالې شي. ان شاء الله تعالی
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د هېواد په کچه لومړنۍ نړیوال پوهنتون دی، چې د فوق لېسانس ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ته ځانګړی شوی دی. د پوهنتون بله ځانګړنه دا ده، چې دوکتورا په برخه کې ۵۰٪ محصلین د هېواد په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د استادانو په توګه دنده ترسره کوي، او یو شمېر یې د پوهندوی او پوهنوال تر کچې علمي رتبې هم لري. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون یو شمېر استادان په نړیواله کچه وتلي پروفیسوران دي، چې د سمیې او نورو اسلامي هېوادونو څخه په پوهنتون کې په نظري او عملي تدریس بوخت دي. پوهنتون د پروفیسورانو لپاره معیاري هستوګنځای لري، چې د هستوګنې هر راز اسانتیاوو څخه ( لکه څلور ویشت ساعته بریښنا، انټرنټ، سپورت ډګر، جیم او... ) برخمن دي.
افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه د مستقیم هدایت لاندې کار کوي او اړتیاوو ته یې په وخت رسیږي او پرمختګ ته یې ژمن دی. پوهنتون د هېواد دننه علمي بنسټونو او پوهنتونونو سربیره د ځینو بهرنیو علمي مرکزونو سره هم تفاهم لیکونه لري تر څو د څیړنو او علم د تولید او انتقال په اړه مؤثر ګامونه پورته کړي. پوهنتون د خپلو څیړونکو د غوره روزنې په موخه وخت په وخت علمي، څېړنیز سمینیارونه، ورکشاپونه او نور پروګرامونه جوړوي.
لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او د لوړو زده کړو وزارت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون پر مسئوولینو باور کړی دی، موږ هم تل په دې هڅه او هاند کې یو، چې د افغانستان اسلامي نظام او ولس لپاره له نړیوالو علمي معیارونو سره سم داسې کادرونو وروزو، چې د سیمې او نړۍ په کچه مثالي خلک وي او د افغانستان سربېره د اسلامي امت د خدمت لپاره جوګه وي.
پوهندوی دوکتور مولوي رفیع الله عطاء
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس