د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د داخلي سړکونو د رغونې پروژه نن سه‌شنبه، د زمري میاشتې ۱۴مه نېټه، په رسمي ډول پیل شوه.

aiiu_admin
Wed, Aug 06 2025 9:45 AM
AIIU-Roads

یاده د سړکونو پروژه چې ۲۵۷۱ متره اوږدوالی لري، د ۲۰،۹۹۷،۴۶۳.۷۵ افغانۍ (شل میلیونه، نهه سوه اووه نوي زره، څلور سوه درې شپېته افغانۍ او پنځه اویا پيسو) په مالي لګښت، د لوړو زده کړو وزارت د قدرمن وزیر، شېخ‌ الحدیث نداء محمد ندیم صاحب په حضور کې پرانیستل شوه.

د مراسمو پیل د قرآن کریم په تلاوت وشو، او ورپسې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس، دوکتور رفیع‌الله عطاء صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترسره کړه. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د وزیر صاحب د ملاتړ او هڅو ستاینه وکړه، او ویې ویل، چې دا پوهنتون د امریکا تر مستقيم حماېت لاندې وو، خو د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې یې سړکونو نه ‌دي قیر شوي، ښاغلي رٸيس صاحب خوښي وښودله، چې د افغانستان ا.ا بيارغونې ته ژمن نظام دى، چې ولس يې فعلاً د خدمتونو شاهد دى.

ورپسې قدرمن وزیر صاحب په خپله وینا کې وویل، چې اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ لپاره پر بنسټیزو پروژو تمرکز لري. نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژه او ورته نور کارونه د هېواد د داخلي بودیجې له لارې تمویلیږي، او پکې هېڅ بهرنی مالي ملاتړ نشته.

ښاغلي وزیر صاحب د يادې پروژې له قراردادي اکبر نصرت ساختماني شرکت څخه وغوښتل، چې کار باید د کیفیت، وخت او قرارداد له ژمنو سره سم ترسره شي. د شرکت یو استازي د مراسمو پر مهال ډاډ ورکړ، چې پروژه به د پوهنتون د نظارت کمېټې تر څار لاندې، پر وخت او د لوړو معیارونو مطابق بشپړه شي. د یادې پروژې د بنسټ ډبره د محترم وزیر صاحب، د پوهنتون سرپرست رئیس صاحب، د مالي او اداري چارو محترم مرستیال قاري عبدالستار حیدري صاحب او د رهبرۍ د غړو په لاسونو سره کېښودل شوه. مراسم د محصلانو چارو د مرستیال شېخ عبدالمالک نیازي صاحب له لوري په اختتامیه دعاء سره پای ته ورسېدل.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د زراعت پوهنځي د څېړنیز فارم لپاره هم د ۱،۷۵۰،۰۰۰ افغانیو په لګښت د یوه حلقه څاه د جوړېدو پروژه پیل شوې، چې ډېره ژر به بشپړه شي او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

Latest news

Thu, Mar 21 2024 10:48 AM
Background image

An online interview was conducted with a foreign candidate professor

An online interview was held with Dr. Ahmad, a candidate professor and interested in teaching in  engineering faculty who has Turkish citizenship.

This interview was conducted with. . .

Thu, Mar 21 2024 10:43 AM
Background image

Two PhD students from the Faculty of Engineering at the International Islamic University of Afghanistan successfully defended their dissertations

Dr. Rafiullah Atta, the Academic Vice Chancellor of the Afghan International Islamic University, expressed his happiness during the defense ceremony and congratulated the candidates. He. . .

BACK TO NEWS