د اداري فساد د مخنیوي، اداري اخلاقو او دیانت په تړاو یوه ورځنی سیمینار

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۲۳
curruption

نن یکشنبه د وږي (سنبله) د میاشتې په ۳۰مه نېټه، د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو آمریت د دعوت او ارشاد کمېټې په نوښت یو ورځنی علمي سیمینار دایر کړ. د دغه سیمینار اصلي موضوع د فساد پېژندنه، د هغه لاملونه او د مخنیوي لارې چارې وې.
په ورکشاپ کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب عبدالقیوم، مولوي محمد طیب حقاني او د محصلانو چارو آمر ښاغلي سید عبدالوهاب هاشمي، د فساد د ډولونو، اساسي عواملو او د هغې د مخنیوي پر لارو چارو مفصلې ویناوې وکړې او ګډونوالو ته یې په یادو موضوعاتو کې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د علمي چارو مرستیال د پروګرام د لاسته ‌راوړنو لنډه نتیجه‌ ګیري وړاندې کړه او د دعاء په ویلو سره یې غونډه پای ته ورسوله.
د پوهنتون له لوري د ورته ورکشاپونه د ترسره کولو هدف د روڼتیا ټینګول، د فساد د مخنیوي فرهنګ عامول او د اداري چارو د لا اغېزمن بهیر تضمینول بلل کېږي، چې د دې ډول علمي سیمینارونو د دوام لپاره خپلې هلې ځلې به پرله ‌پسې جاري ساتي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د اداري فساد د مخنیوي، اداري اخلاقو او دیانت په تړاو یوه ورځنی سیمینار

نن یکشنبه د وږي (سنبله) د میاشتې په ۳۰مه نېټه، د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو آمریت د دعوت او ارشاد کمېټې په نوښت یو ورځنی علمي سیمینار دایر کړ. د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو آزموینه

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو آزموینه په شفاف، منظم او معیاري ډول واخیستل شوه. یاده آزموینه ، چې د آزموینو د ملي ادارې تر مستقیم نظارت لاندې واخستل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۴۵
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د داخلي سړکونو د رغونې پروژه نن سه‌شنبه، د زمري میاشتې ۱۴مه نېټه، په رسمي ډول پیل شوه.

یاده د سړکونو پروژه چې ۲۵۷۱ متره اوږدوالی لري، د ۲۰،۹۹۷،۴۶۳.۷۵ افغانۍ (شل میلیونه، نهه سوه اووه نوي زره، څلور سوه درې شپېته افغانۍ او پنځه اویا پيسو) په مالي لګښت، د لوړو زده کړو وزارت. . .

BACK TO NEWS