د اداري فساد د مخنیوي، اداري اخلاقو او دیانت په تړاو یوه ورځنی سیمینار

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۲۳
curruption

نن یکشنبه د وږي (سنبله) د میاشتې په ۳۰مه نېټه، د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو آمریت د دعوت او ارشاد کمېټې په نوښت یو ورځنی علمي سیمینار دایر کړ. د دغه سیمینار اصلي موضوع د فساد پېژندنه، د هغه لاملونه او د مخنیوي لارې چارې وې.
په ورکشاپ کې د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب عبدالقیوم، مولوي محمد طیب حقاني او د محصلانو چارو آمر ښاغلي سید عبدالوهاب هاشمي، د فساد د ډولونو، اساسي عواملو او د هغې د مخنیوي پر لارو چارو مفصلې ویناوې وکړې او ګډونوالو ته یې په یادو موضوعاتو کې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د علمي چارو مرستیال د پروګرام د لاسته ‌راوړنو لنډه نتیجه‌ ګیري وړاندې کړه او د دعاء په ویلو سره یې غونډه پای ته ورسوله.
د پوهنتون له لوري د ورته ورکشاپونه د ترسره کولو هدف د روڼتیا ټینګول، د فساد د مخنیوي فرهنګ عامول او د اداري چارو د لا اغېزمن بهیر تضمینول بلل کېږي، چې د دې ډول علمي سیمینارونو د دوام لپاره خپلې هلې ځلې به پرله ‌پسې جاري ساتي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۳۸
Background image

سیمینار یک‌روزه در پیوند به مبارزه با فساد اداری، اخلاق اداری و دیانت

امروز یکشنبه، ۳۰ سنبله، به ابتکار معاونیت مالی و اداری و آمریت امور کارکنان و آمریت دعوت و ارشاد یک سمینار علمی یک‌روزه دایر گردید. 
موضوع اصلی این سمینار، شناخت فساد اداری، عوامل آن و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۱
Background image

پروژهٔ ساختمان سرک‌های داخلی پړهنتون بین‌المللی اسلامی افغانستان

این پروژه که در مجموع ۲۵۷۱ متر طول دارد، با هزینه ۲۰،۹۹۷،۴۶۳.۷۵ افغانی (بیست میلیون و نه صد و نود و هفت هزار و چهار صد و شصت و سه افغانی و هفتاد و پنج پول)، با حضور وزیر محترم تحصیلات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

امتحانات برنامه‌های ماستری و دوکتورا

امتحانات برنامه‌های ماستری و دوکتورا پوهنتون اسلامی بین‌المللی افغان به صورت شفاف، منظم و معیاری دایر شد. این امتحانات تحت نظارت مستقیم اداره ملی امتحانات و بر بنیاد شفافیت، عدالت و. . .

BACK TO NEWS