د دوکتورا برنامې د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.

aiiu_admin
Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
aiiu

د دوکتورا برنامې د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.
نن یکشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د قضاء او شرعي سیاست څانګې د دوکتورا برنامې څخه د دوهم محصل د تیزس دفاع د یوې غونډې په ترڅ کې په بریالۍ توګه ترسره شوه.
د تیزس دفاع په دغه غونده کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء، د پوهنتون مرستیالانو، دپوهنځیو رئیسانو، د شرعیاتو پوهنځي استادانو او محصلانو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د علمي چارو معاونیت مرستیال، پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ټولنې د علمې پرمختګ او ځان بساینې لپاره غوره کدرونه روزي او دا پوهنتون د دوکتورا او ماسټرۍ په برخه کې داسې برنامې لري چې د هېواد په کچه په نورو پوهنتونو کې شتون نه لري.
ورپسې، د پوهنتون سرپرست رئیس، دوکتور رفیع الله عطاء، ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د شرعیاتو پوهنځي له استادانو څخه قدرداني وکړه چې د محصلانو د علمي روزنې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
رفیع الله عطاء ټولنې ته د دغه ډول علمي کدرونه وړاندې کول نه یواځې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون بلکې د لوړو زده کړو وزارت او د ټول هېواد د علمي نظام لپاره یوه مهمه او ستره لاسته راوړنه وبلله.
ورپسې، د شرعیاتو پوهنځي د دوکتورا برنامې محصل، ذکي الله ذکي، خپله تیزیس د أسباب العدول عن القیاس وتطبیقاته في الهدایة تر عنوان لاندې ترتیب شوي تیزس څخه د سبب تعریف، د عدول مفهوم، د قیاس تعریف، د قیاس پریښودل اسباب په کتاب د ایمان، حدود او سرقت کې، د مصنف پېژندنه، د الهدایة کتاب او د نور اړوند موضوعاتو خلاصه وړاندې کړه.
د غونډې وروستې برخه کې  د خارجي مناقش پوهنوال دوکتور عبدالله حقیار او د داخلي مناقش پوهنوال دوکتور محمد یونس ابراهیمي لخوا د حاضرینو په حضور کې  مناقشه تر سره شوه.
شنبه: ۱۶/۱/۱۴۰۵ـــــ۱۸/۱۰/۱۴۴۷
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jul 29 2026 8:45 AM
Background image

Seminars Held on the Teaching of the Aqeedah Book and the Review of the Annual Academic Program Evaluation.

Seminars Held on the Teaching of the Aqeedah Book and the Review of the Annual Academic Program Evaluation.
The Professional Development Center, under the Vice Presidency for Academic. . .

Mon, Jul 20 2026 3:15 PM
Background image

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”
A one-day scientific seminar titled “Factors of Air Pollution and Its Solutions” was conducted by. . .

BACK TO NEWS