د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې غونډه تر سره شوه.

aiiu_admin
Wed, Mar 04 2026 9:37 AM
aiiu

د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې غونډه تر سره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کیفیت لوړونې عمومي کمېټې غونډه د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت په مشري ترسره شوه، چې پکې د پوهنتون د معاونیتونو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسـانو او د کیفیت لوړونې کمېټې غړو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کیفیت لوړونې کمېټې ارزښت او اهمیت اړوند وینا وکړه، دوکتور عبدالواحد لیاقت وویل چې د کیفیت ټینګښت او دوامداره ارزونه د لوړو زده کړو د پرمختګ اساسي بنسټ جوړوي.
ورپسې د غونډې د اجندا مطابق د کمېټې د تېرې مودې له مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه د معاونیتونو او پوهنځیو لپاره د چک لېستونو ترتیب، د معاونیتونو، پوهنځیو او ډیپارټمنټونو ارزونه او د کارکوونکو د کړنو مثبتې پایلی او د راتلونکي کال لپاره د اړوندو کمېټو کاري پلانونو پر موضوعاتو بحث تر سره شو.
د غونډې په پای کې د علمي چارو مرستیال دوکتور عبدالواحد لیاقت د کیفیت لوړونې له کمېټې مننه وکړه او د هغوی تر سره شوې کړنې یې د ستاینې وړ وبللې. نوموړي ټینګار وکړ چې کمېټه دې په راتلونکي کې نورې هم خپلې هڅې لا پیاوړې کړي او د پوهنتون د علمي معیارونو د لوړولو لپاره دې لا زیات کار وکړي.
سه شنبه: ۱۲/۱۲/۱۴۰۴
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Mar 04 2026 9:37 AM
Background image

Meeting of the General Quality Enhancement Committee Held

Meeting of the General Quality Enhancement Committee Held
A meeting of the General Quality Enhancement Committee of the Afghan International Islamic University was held under the. . .

Sun, Mar 01 2026 11:32 AM
Background image

The Regular Session of the Academic Council Was Held

The Regular Session of the Academic Council Was Held

The regular session of the Academic Council of the Afghan International Islamic University was held under the leadership of the. . .

BACK TO NEWS