اداري کارکوونکو ته د اداري فساد تر عنوان لاندې اصلاحي بیان وړاندې شو

aiiu_admin
Wed, Nov 19 2025 3:09 PM
aiiu

اداري کارکوونکو ته د اداري فساد تر عنوان لاندې اصلاحي بیان وړاندې شو.
نن چهارشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب له ۲۸مې نېټې سره سمون خوري، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مسجد شریف کې د "اداري فساد" تر عنوان لاندې اصلاحي بیان تر سره شو.
دغه بیان د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم حقاني له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې اداري کارکوونکو ته د اداري فساد د پېژندنې، اداري فساد مخنیوي، اداري فساد زیانونو او دې ورته موضوعاتو باندې د شریعت په رڼا کې بشپړ معلومات ورکړل شو.
د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم حقاني په خپلو خبرو کې وویل، چې هغه دولتونه او نظامونه چې په اداري فساد کې ښکېل وي، د وخت څخه مخکې له منځه تللي دي. مولوي عبدالقیوم حقاني  زیاته کړه، چې الله تعالی د فساد کوونکو او مفسدینو سرنوشت هلاکت ټاکلی دی.
 د یادونې وړ ده چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري دا ډول اصلاحی پروګرامونه د دیني پوهاوي د لوړولو، اداري سالم مدیریت، او د فساد ضد ذهنيت پیاوړتیا په موخه دوام لري.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jul 29 2026 8:45 AM
Background image

Seminars Held on the Teaching of the Aqeedah Book and the Review of the Annual Academic Program Evaluation.

Seminars Held on the Teaching of the Aqeedah Book and the Review of the Annual Academic Program Evaluation.
The Professional Development Center, under the Vice Presidency for Academic. . .

Mon, Jul 20 2026 3:15 PM
Background image

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”
A one-day scientific seminar titled “Factors of Air Pollution and Its Solutions” was conducted by. . .

BACK TO NEWS