د درسونو وړاندې کولو څرنګوالی، د څېړنو ترسره کول او د علمي رسالو او مقالو لیکلو اصولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

aiiu_admin
Wed, Jun 17 2026 3:17 PM
aiiu

د درسونو وړاندې کولو څرنګوالی، د څېړنو ترسره کول او د علمي رسالو او مقالو لیکلو اصولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاوینت اړوند د انسجام آمریت په هڅو د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د مرکزي پوهنتونونو محصلانو ته د  درسونو د وړاندې کولو څرنګوالی، د څېړنو ترسره کول او د علمي رسالو او مقالو لیکلو اصول تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار د محصلانو چارو معاونیت مرستیال محمد اشرف غیرت او د انجنیري پوهنځي استادانو  په حضور کې وړاندې شو.
د سیمینار په پیل کې د محصلانو چارو معاونیت مرستیال محمد اشرف غیرت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علمي څېړنې پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي د علمي او معیاري څېړنو رول د پوهې د پراختیا او د محصلانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو لپاره مهم وباله.
په دغه سیمینار کې د څېړنو پېژندنه، د بنسټیزو معلوماتو د راټولولو او ارزونې، په علمي ډیټابېسونو کې د معلوماتو د لټون او د علمي رسالو او مقالو د لیکلو اړوند هر اړخیز معلومات  د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجنیري پوهنځي اړوند د صنعتي انجنیري ډیپارټمنټ استاد پروفیسور دوکتور افتخار حسین  له لوري وړاندې شول.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د خپلو محصلانو د علمي وړتیاوو د لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه په دوامداره توګه معلوماتي او علمي سیمینارونه جوړوي، څو محصلان وکولای شي خپلې علمي څېړنې په معیاري او اغېزمن ډول ترسره کړي.
چهار شنبه ۲۷/۳/۱۴۰۵هـ.ش   ۱/۱/۱۴۴۸هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jul 29 2026 8:45 AM
Background image

Seminars Held on the Teaching of the Aqeedah Book and the Review of the Annual Academic Program Evaluation.

Seminars Held on the Teaching of the Aqeedah Book and the Review of the Annual Academic Program Evaluation.
The Professional Development Center, under the Vice Presidency for Academic. . .

Mon, Jul 20 2026 3:15 PM
Background image

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”
A one-day scientific seminar titled “Factors of Air Pollution and Its Solutions” was conducted by. . .

BACK TO NEWS