د پنځو خالي اداري بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.

aiiu_admin
Wed, Feb 11 2026 3:26 PM
aiiu

د پنځو خالي اداري بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.
نن چهار شنبه چې د روان کال ۱۴۰۴ سلواغې میاشتې له ۲۲مې نېټې برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له خوا د پنځه خالي اداري بستونو آزموینه واخیستل شوه.
دغه آزموینه کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د آزاد رقابت له لارې د پوهنتون په عمومي تالار کې له ۱۳۰ تنه نوماندانو څخه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالستار "حیدري" او د آزموینې عمومي کمیټې په حضور کې ترسره شوه. 
د آزموینې په پیل کې د آزموینې کمېټې غړی د زراعت پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور حميدالله "یونسي"  ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د آزموینې پروسې د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ. نوموړي وویل چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ژمن دی، څو د آزادې سیالۍ له لارې وړ او مسلکي کسان پر دندو وګماري.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون هڅه تل دا وي، چې د اداري او علمي چارو د پیاوړتیا په موخه د آزادو سیالیو له لارې د کارکوونکو  ګمارنې ته لومړیتوب ورکړي؛ تر څو وړ کسان په دندو وګمارل شي او ورسپارل شوي مسؤلیتونو په ښه توګه ترسره کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Sun, May 24 2026 9:12 AM
Background image

Scientific Seminars Held on the Interpretation of the Decrees of Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Strategic Planning at the Faculty Level.

Scientific Seminars Held on the Interpretation of the Decrees of Amir al-Mu’minin (May Allah Protect Him) and Strategic Planning at the Faculty Level.
Today, Saturday, two scientific. . .

Wed, May 20 2026 2:49 PM
Background image

Great Scientific Achievement and Global Recognition.

Great Scientific Achievement and Global Recognition.
With great pleasure and pride, we announce that the Afghan International Journal of Science (AIJS) has now been officially indexed. . .

BACK TO NEWS