د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو  کې د خپرولو تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو.

aiiu_admin
Sun, Feb 08 2026 1:41 PM
aiiu

د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو  کې د خپرولو تر عنوان لاندې ورکشاپ ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د غونډو په عمومي تالار کې د مروري مقالو د چمتو کولو، څرنګوالي او نړیوال ژورنالونو کې د خپرولو تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو. په ورکشاپ کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د محصلینو په شمول د یو شمیر مرکزي او ولایتي پوهنتونونو محصلینو ګډون درلود.
ورکشاپ د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجنیري پوهنځي استاد دوکتور عارف نعیم زاد له خوا وړاندې شو، چې پکې  د ژورنال پیژندنه، د ژورنال اهمیت، د نړیوالو او ملي ژورنالونو مقایسه، په نړیوالو ژونالونو د مقالو خپرولو اصول، معیار او اهمیت اړوند موضوعات وړاندې کړه، او همدارنګه د ګډونوالو محصلانو ښه فهم په موخه یې په نړیوال ژورنالونو کې د نشرې شویو معتبرو مقالو نمونې هم شریکې شوې، او ترڅنګ یو شمیر معتبر نړیوال ژورنالونه هم ور وپیژندل شول.  
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي، چې خپل محصلین په علمي او څېړنیز ډګر کې په اغېزمنه توګه وروزي او هغوی ته هغه علمي، څېړنیز او تدریسي امکانات برابر کړي، چې د معیاري زده‌کړو او نړیوالو علمي معیارونو د پلي کېدو لپاره اړین دي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۱۹/۱۱/۱۴۰۴

Latest news

Mon, Apr 06 2026 10:46 AM
Background image

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.

The Thesis Defense Session of the Doctoral Program Was Successfully Held.
On Sunday, a thesis defense session for the second doctoral candidate of the Department of Judiciary and Sharia. . .

Sun, Mar 29 2026 9:36 AM
Background image

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.

Thesis Defense of the First Doctoral Candidate Successfully Conducted.
Today, Saturday, the thesis defense of the first doctoral candidate from the Department of Judiciary and Islamic. . .

BACK TO NEWS