د امرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د فرامینو تشریح او په نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو معیارونو تر عنوان لاندې علمي سیمینارونه ترسره شول

aiiu_admin
Wed, Dec 31 2025 9:04 AM
aiiu

د امرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د فرامینو تشریح او په نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو معیارونو تر عنوان لاندې علمي سیمینارونه ترسره شول.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي ظرفیت لوړونې عمومي مدیریت په نوښت، دوه علمي سیمینارونه ترسره شول.
یاد سیمینارونه د امرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د فرامینو تشریح او په نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د منلو لارې، معیارونه او د جوړښت منطق تر عنوانونو لاندې تنظیم شوي وو، چې پکې د پوهنتون د علمي شورا غړو او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ګډون درلود.
په پیل کې، د علمي چارو مرستیال، پوهنوال ډاکټر عبدالواحد لیاقت د پرانستې وینا ترڅنګ د امرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح تر عنوان لاندې تفصیلي پریزینتېشن وړاندې کړ. نوموړي د توشیح شویو فرمانونو له ډلې څخه، د تعزیري جزاګانو فرمان مفصل تشریح کړ.
ورپسې، د شرعیاتو پوهنځي استاد، پوهنوال ډاکټر محمد طاهر ثابت، په نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو معیارونه، د منلو لارې او د جوړښت منطق تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې کړ. نوموړي د معیاري علمي مقالو د جوړښت، ارزښت، او د نړیوالو ژورنالونو د منلو اساسي اصولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د سیمینار په پای کې، د ګډونوالو لپاره د پوښتنو او ځوابونو ځانګړې برخه هم ترتیب شوې وه، چې پکې وړاندې کوونکو د ګډونوالو پوښتنو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکړل.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي د مختلفو علمي او مسلکي پروګرامونو له لارې د امرالمؤمنین حفظه‌الله ورعاه فرامین روښانه کړي او د ټولنې اړوندو قشرونو ته یې ورسوي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Mon, Feb 23 2026 12:29 PM
Background image

Regular Session of the Administrative General Council Held

Regular Session of the Administrative General Council Held
The regular session of the Administrative General Council of the Afghan International Islamic University was held in the. . .

Sun, Feb 22 2026 9:46 AM
Background image

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.
On the occasion of the arrival of the blessed month of Ramadan, the Directorate of Da’wah and. . .

BACK TO NEWS