د تضمین کیفیت لوړونې نوبتي غونډه ترسره شوه

aiiu_admin
Sun, Nov 16 2025 10:18 AM
aiiu

د تضمین کیفیت لوړونې نوبتي غونډه ترسره شوه
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د تضمین او کیفیت آمریت له لوري د تضمین کیفیت د لوړونې نوبتي غونډه ترسره شوه.
چې د علمي چارو مرستیال پوهندوى دوکتور عبدالواحد لیاقت د تضمین کیفیت کمېټې غړو، د پوهنتون معاونینو او د پوهنځیو رئیسانو ګډون کړى وو.
غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره را پېل شوه. ورپسې د علمي چارو مرستیال لیاقت صاحب، چې د غونډې مشري یې کوله ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په پوهنتون کې د تضمین کیفیت اهمیت او ارزښت په اړه لنډه وینا وکړه.
د غونډې په جریان کې د یاد آمریت له لوري د معاونیتونو، پوهنځیو او ډیپارټمنټونو لپاره د ارزونې چمتو شوي چیک ‌لیستونه وړاندې شول، چې د ګډونوالو له خوا تائید شول.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې له یادو چیک ‌لیستونو سره سم به ټول معاونیتونه، پوهنځي او ډيپارټمنټونه ارزول کېږي، چې د دې ارزونې د تطبیق لپاره یوه ځانګړې کمېټه هم وټاکل شوه.
 هېره دې نه وي، چې د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د کیفیت لوړونې آمریت هره میاشت دا ډول غونډې د پوهنتون د کیفیت او اعتبار د لا لوړولو په موخه ترسره کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Nov 19 2025 3:09 PM
Background image

A Reformative Lecture Titled “Administrative Corruption” Delivered for Administrative Staff

A Reformative Lecture Titled “Administrative Corruption” Delivered for Administrative Staff

Today, Wednesday, 28th of Aqrab 1404 AH (Solar Hijri), a reformative lecture titled “Adminis. . .

Wed, Nov 19 2025 1:40 PM
Background image

The Da’wah and Guidance Directorate Held Its Regular Meeting

The Da’wah and Guidance Directorate Held Its Regular Meeting

The regular meeting of the Da’wah and Guidance Directorate of the Afghan International Islamic University was held.

The. . .

BACK TO NEWS