د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۱۴
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
نن دوشنبه چې د روان کال مرغومي میاشتې له لومړي نیټې سره برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک ترسره شو.
 په یاد هوکړه لیک غونډه کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست ریئس دوکتور رفیع الله عطاء، د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتورعبدالواحد لیاقت، د نړیوالو اړیکو سرپرست مرستیال نور واحد بشاش تر څنګ د تابش پوهنتون ریئس پوهنیار عبدالحمید سیرت او همدارنګه ورسره مل پلاوی د تابش پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت مرستیال پوهنیار وسیق الله همدرد شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع‌الله عطاء د تابش پوهنتون راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر ډول علمي او اکاډمیکو همکاریو ژمنه وکړه. نوموړي وویل، پوهنتونونه هر وخت یو بل ته اړتیا لري او دا اړتیاوې د متقابلو اړیکو او همکاریو له لارې پوره کېدای شي.
همدارنګه د تابش پوهنتون رئیس پوهنیارعبدالحمید سیرت د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي، خپلو محصلینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو وکولای شي د علمي سرچینو او د نورو پوهنتونونو په همکارۍ خپلې څېړنې په ښه توګه بشپړې کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۱۲
Background image

د امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه ‌الله تعـ.ـالی ورعاه د فرامینو تشریح او د پوهنځیو په کچه د ستراتیژیک پلان جوړونې په اړه علمي سیمینارونه ترسره شول.

د امـ.ـیرالمـ.ـؤمنـ.ـین حفـ.ـظه ‌الله تعـ.ـالی ورعاه د فرامینو تشریح او د پوهنځیو په کچه د ستراتیژیک پلان جوړونې په اړه علمي سیمینارونه ترسره شول.
نن شنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

ستره علمي بریا او نړیوال ویاړ.

ستره علمي بریا او نړیوال ویاړ.
په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره تاسو ته خبر درکوو، چې Afghan International Journal of Science (AIJS)  اوس د نړۍ په معتبر او نړیوال " Open Access " ډیټابېس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۳
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس: د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی ورعاه) د فرامینو پلي کېدل او د تدریس کیفیت لوړول لومړیتوب دی.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس: د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی ورعاه) د فرامینو پلي کېدل او د تدریس کیفیت لوړول لومړیتوب دی.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس،. . .

BACK TO NEWS