د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

aiiu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۱۴
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
نن دوشنبه چې د روان کال مرغومي میاشتې له لومړي نیټې سره برابره ده، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او تابش پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک ترسره شو.
 په یاد هوکړه لیک غونډه کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست ریئس دوکتور رفیع الله عطاء، د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتورعبدالواحد لیاقت، د نړیوالو اړیکو سرپرست مرستیال نور واحد بشاش تر څنګ د تابش پوهنتون ریئس پوهنیار عبدالحمید سیرت او همدارنګه ورسره مل پلاوی د تابش پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت مرستیال پوهنیار وسیق الله همدرد شتون درلود.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع‌الله عطاء د تابش پوهنتون راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر ډول علمي او اکاډمیکو همکاریو ژمنه وکړه. نوموړي وویل، پوهنتونونه هر وخت یو بل ته اړتیا لري او دا اړتیاوې د متقابلو اړیکو او همکاریو له لارې پوره کېدای شي.
همدارنګه د تابش پوهنتون رئیس پوهنیارعبدالحمید سیرت د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره تل هڅه کوي، خپلو محصلینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو وکولای شي د علمي سرچینو او د نورو پوهنتونونو په همکارۍ خپلې څېړنې په ښه توګه بشپړې کړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اساسي پروګرامونو څخه د استفادې تر سرلیک لاندې څوارلس ورځنی ورکشاپ پیل شو. 

اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اساسي پروګرامونو څخه د استفادې تر سرلیک لاندې څوارلس ورځنی ورکشاپ پیل شو. 
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د جذب په موخه آزموینه واخېستل شوه.

د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د جذب په موخه آزموینه واخېستل شوه.
نن یکشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخنیکي او څېړنیزو پروژو د پروپوزلونو د چمتو کولو او پراختیا تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

د تخنیکي او څېړنیزو پروژو د پروپوزلونو د چمتو کولو او پراختیا تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له خوا د یاد پوهنځي محصلانو. . .

BACK TO NEWS