د دعوت او ارشاد رئیس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

aiiu_admin
Tue, Mar 17 2026 8:48 AM
aiiu

د دعوت او ارشاد رئیس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
نن یکشنبه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت او ورسره مل پلاوي د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره یې اصلاحي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء له لوري راغلو مېلمنو ته د هرکلي په وینا پیل شوه. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هغوی له راتګ څخه خوښي وښوده.
په ناسته کې محترم شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت د استادانو د مسؤلیتونو او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په اړه په اصلاحي وینا کې د اسلام له نظره د ږیرې پر اهمیت، د اسلامي نظام په رڼا کې د محصلانو پر سالمې روزنې او د استادانو د سیرت او صورت پر سمون ټینګار وکړ.
شیخ صاحب وویل:(( الله تعالی چې انسان ته هر څومره لوړ مقام ورکړی وي، په هماغه اندازه یې مسؤلیت هم زیات کړی دی))
 شیخ صاحب زیاته کړه، چې استادان باید خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت له اصولو سره برابر کړي او محصلان هم د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې وروزي.
د ناستې په پای کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس، دوکتور رفیع الله عطاء، له راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه او دغه ډول ناستې یې د پوهنتون د علمي چاپېریال د پیاوړتیا او د استادانو لپاره ګټورې وبللې.
یکشنبه: ۲۴/۱۲/۱۴۰۴
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:13 PM
Background image

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

At the initiative of the Coordination Office under the Student. . .

Tue, Jun 16 2026 11:50 AM
Background image

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.
Sheikh al-Hadith Zia-ur-Rahman Madani, Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS