اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اساسي پروګرامونو څخه د استفادې تر سرلیک لاندې څوارلس ورځنی ورکشاپ پیل شو. 

aiiu_admin
Mon, Aug 31 2026 10:16 AM
aiiu

اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اساسي پروګرامونو څخه د استفادې تر سرلیک لاندې څوارلس ورځنی ورکشاپ پیل شو. 
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت لخوا د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د کاري ستونزو د حل په موخه، «د کمپیوټر اساسي پروګرامونو څخه د استفادې» تر سرلیک لاندې څوارلس ورځنی ورکشاپ پیل شو. د ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د کمپیوټر د سالمې او اغېزمنې کارونې، د اساسي پروګرامونو د پېژندنې او په ورځنیو اداري چارو کې د عملي کارونې په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شي. د دغه ورکشاپ موخه اداري کارکوونکو ته د کمپیوټري مهارتونو پیاوړتیا، او له کمپیوټري پروګرامونو څخه د اغېزمنې استفادې په برخه کې د ظرفیت لوړول دي. د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره د کارکوونکو مسلکي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي، چې د ورته روزنیزو ورکشاپونو او مسلکي پراختیايي پروګرامونو له لارې د کارکوونکو وړتیاوې لوړې او د هغوی د ورځنیو کاري چارو د لا اغېزمن ترسره کولو زمینه برابره کړي. د نشراتو او عامه اړیکو آمریت یکشنبه ۱۴۴۸/۳/۸/۱۶هـ.ق ۱۴۰۵/۶/۸هـ.ش

Latest news

Tue, Oct 13 2026 2:41 PM
Background image

Academic Seminar Held on Air Pollution, Environmental Protection, and Energy Conservation.

Academic Seminar Held on Air Pollution, Environmental Protection, and Energy Conservation.
An academic seminar entitled “Air Pollution, Environmental Protection, and Energy Conservation. . .

Tue, Oct 13 2026 2:31 PM
Background image

A Six-Day Academic and Training Workshop on SPSS Begins

A Six-Day Academic and Training Workshop on SPSS Begins
Today, Monday, a six-day academic and training workshop on the SPSS software program commenced for professors from various. . .

Mon, Aug 31 2026 10:16 AM
Background image

A Two-Week Workshop on the Use of Basic Computer Programs Begins for Administrative Staff.

A Two-Week Workshop on the Use of Basic Computer Programs Begins for Administrative Staff.
A two-week workshop titled “Use of Basic Computer Programs” has commenced for administrative. . .

BACK TO NEWS