په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې درې ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پیل شو.

aiiu_admin
Wed, Feb 04 2026 1:55 PM
aiiu

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې درې ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پیل شو.
نن سه شنبه د روان کال دلوې میاشتې له ۱۴مي نېټې سره برابره ده، په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د درې ورځني دیني او اصلاحي سیمینار لړۍ د پوهنتون د رهبرۍ او ټولو کارکوونکو په ګډون پیل شوه.
د یادې غونډې د پرانیستې او ښه راغلاست وینا د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت له لوري وړاندې شوه. نوموړي په خپله وینا کې د دیني اصلاح ارزښت ته اشاره وکړه او دا ډول پروګرامونه یې د فکري او اخلاقي ودې لپاره مهم وبلل.
ورپسې د کابل د علماوو شورا غړي مفتي رفیع الحق صدیقي د «اخلاص، زهد، تقوی او د نیت اصلاح» پر موضوعاتو بشپړ معلومات وړاندې کړه. 
رفیع الحق "صدیقي" ګډونوالو ته د اخلاص او پاک نیت پر اهمیت خبرې وکړې او وویل چې د دیني اصلاح بنسټ د انسان له نیک نیت څخه پیلېږي. 
همدارنګه ور پسې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندیو دوکتور رفیع الله عطاء د «اسلامي نظام اهمیت، ګټې، اهداف او د هغه د ساتنې مسؤلیت» پر موضوعاتو مفصل بیان تر سره کړه. 
دوکتور رفیع الله عطاء په خپله وینا کې وویل، چې اسلامي نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او د ټولو مسلمانانو مسؤلیت دی، چې له اخلاص، درنښت او بشپړ اطاعت سره یې ملاتړ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دیني او اصلاحي سیمینار دغه لړۍ به په راتلونکو دوو نورو ورځو کې هم دوام ولري، چې د بېلا بېلو دیني علماوو له لوري به په مختفلو موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jul 29 2026 8:45 AM
Background image

Seminars Held on the Teaching of the Aqeedah Book and the Review of the Annual Academic Program Evaluation.

Seminars Held on the Teaching of the Aqeedah Book and the Review of the Annual Academic Program Evaluation.
The Professional Development Center, under the Vice Presidency for Academic. . .

Mon, Jul 20 2026 3:15 PM
Background image

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”

A Scientific Seminar Held under the Title “Factors of Air Pollution and Its Solutions”
A one-day scientific seminar titled “Factors of Air Pollution and Its Solutions” was conducted by. . .

BACK TO NEWS