د دعوت او ارشاد آمریت نوبتي غونډه ترسره شوه
د دعوت او ارشاد آمریت نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند دعوت او ارشاد آمریت نوبتي غونډه ترسره شوه
دغه غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء په مشري ترسره شوه، د پوهنتون بېلابېلو معاوینتونو معاونینو او آمرینو ګډون درلود. غونډه کې د تېرو تر سره شویو کړنو راپور وړاندې شو او د راتلونکي لپاره د کارونو په منظم ډول تر سره کولو په موخه لازمې سپارښتنو تر څنګ د دعوت او ارشاد آمریت ته دنده وسپارل شوه تر څو اداري کار کوونکو، محصلینو او خدمتي کارکوونکو ته شریعت مطابق د سیرت او صورت برابرولو لپاره عامه پوهاوی ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دعوت او ارشاد آمریت د عامه پوهاوي پروګرامونه په مسجد شریف کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته وړاندې کوي، تر څو د کارکوونکو ټول کارونه د شریعت مطابق ترسره شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
