درې ورځنى دینې او اصلاحی سیمینار ترسره شو.

aiiu_admin
Sat, Feb 07 2026 9:13 AM
aiiu

درې ورځنى دینې او اصلاحی سیمینار ترسره شو.
نن پنج ‌شنبه چې د روان ۱۴٠۴هـ.ش کال د دلوې میاشتې له ۱۶ نیټې سره سمون خوري، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون استادانو او کارمندانو لپاره درې ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار وروستۍ ورځ د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، پوهنتون رهبري، دیني علماء کرامو، استادانو او اداري او خدماتي کارکوونکو په حضور پیل شو.
د سیمینار پيل د لوړو زده ‌کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحديث مولوي ندا محمد ندیم صاحب د (مقاصد الشریعة الولاء وبراء) تر عنوان لاندې علمي وینا وکړ. 
شیخ الحدیث مولوي صاحب ندا محمد نديم د شریعت د مقاصدو او اهدافو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي شریعت هدف د دین، نفس، نسل، عقل او مال ساتنه او حفاطت کول دي. چې اسلامي امـ.ـارت د دغه څېزونو ساتنه کړې او لا به یې هم کوي.
محترم وزير صاحب وویل ((په نورو ملکونو کې نړیوال قانون ته اعتبار ورکول کېږي، پداسې حال کې چې د شریعت ډېری اصول یې تر پښو لاندې کړي، الحمد الله اسلامي امـ.ـارت ټولې کړنې د شرعي اصولو په رڼا کې تر سره کوي او هېچاته  به دا اجازه ور نه کړي، چې د شریعت اصول تر پښو لاندې کړي.))
شیخ صاحب د تحصيلي نظام د پیاوړتیا لپاره پر استادانو غږ وکړ، چې د نظري زده کړو سربیره دې محصلانو ته پر عملي زده کړو هم کار وشې.
ورپسې د عبدالرحمن مسجد خطیب شیخ صاحب محمود ذاکري صاحب د مسؤلیت احساس، امانت‌ دارۍ، خیانت څخه ډډه او همدارنګه د استاد د مقام او مسؤلیتونو په اړه د محصلینو او اسلامي نظام پر ارزښت ګټوره وینا وکړه.
نوموړي وویل چې استادان د ډېر ستر مقام سربېره زیات مسؤولیت لري، استادان باید د خپلو محصلانو د زده کړو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، تر څو دغه ستر مسؤولیت یې په ښه شان سره اداء کړى وي.
همدارنګه د حج او اوقافو وزارت پخواني معین او د پروان ولایت اوسنی والي شیخ عزیز الرحمن منصور صاحب د جـ.ـهاد فضایل، اهمیت، د مسلمانانو د ضعف اسباب، د اتفاق او اتحاد پر اهمیت او د تعصباتو پر زیانونو خپله وینا وړاندې کړه.
نوموړي وویل چې پخوا په دنیا کې جـ.ـهاد په اجمتاعي توګه وو، چې ټول اسلامي ملکونه په امن کې وه، خو بدبختانه اوس چې په اجتماعي توګه جـ.ـهاد کمزورى شوی دی، په نړۍ کې د کفارو ظلمونه په اسلامي هېوادونو زیات شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دا ډول علمي او دیني سیمینارونو له لارې کارکوونکو ته عامه پوهاوی ورکوي او د علمي، اخلاقي او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Mon, Feb 23 2026 12:29 PM
Background image

Regular Session of the Administrative General Council Held

Regular Session of the Administrative General Council Held
The regular session of the Administrative General Council of the Afghan International Islamic University was held in the. . .

Sun, Feb 22 2026 9:46 AM
Background image

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.
On the occasion of the arrival of the blessed month of Ramadan, the Directorate of Da’wah and. . .

Sun, Feb 22 2026 9:22 AM
Background image

Annual Evaluation of the Deputyships of Academic Affairs, Research, and Scientific Journal Conducted.

Annual Evaluation of the Deputyships of Academic Affairs, Research, and Scientific Journal Conducted.
The annual evaluation of the Deputyships of Academic Affairs, Research, and. . .

BACK TO NEWS