د افغان نړیوال ساینس ژورنال (AIJS) د لومړۍ ګڼې بریالۍ خپرېدا.

aiiu_admin
Wed, Jan 07 2026 11:21 AM
journal

د افغان نړیوال ساینس ژورنال (AIJS) د لومړۍ ګڼې بریالۍ خپرېدا.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند «افغان نړیوال ساینس ژورنال (AIJS)» د خپلې لومړۍ رسمي ګڼې (جلد ۱، ګڼه ۱ - ۲۰۲۵م) خپرېدا اعلانوي. دا ګڼه، چې د ژورنال د بنسټیز علمي فعالیت پیل بلل کېږي، شپږ هم مهاله ارزول شوې علمي مقالې رانغاړي، چې د ملي او سیمه‌ ییزو ساینسي او تطبیقي اړتیاوو پر بنسټ چمتو شوې دي.
په یاده ګڼه کې خپرې شوې مقالې د ساختماني او مدني انجینري، د ساختماني او ویجاړ شوو توکو مدیریت، د سړکونو او موادو انجینري، عددې سمولیشن، روغتیايي علوم او د انګلیسي ژبې تدریس برخو موضوعات تر پوښښ لاندې خپرېشوي دي.
د مقالې لیکوالان د هېواد له مخکښو علمي بنسټونو او پوهنتونونو سره تړاو لري، چې څېړنې یې د علمي معیارونو پر بنسټ تر سره شوې دي. دا ګام د علمي پراختیا، څېړنیزې همکارۍ، او د علمي ظرفیت د لوړولو په لور مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د ژورنال لومړۍ ګڼه د AIJS پر رسمي وېب‌ پاڼه وړیا او آنلاین د لاس ‌رسي لپاره چمتو ده:  https://aijs.aiiu.edu.af 
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مشرتابه ژمنه لري، چې د علمي څېړنو د ودې، د څېړونکو د ملاتړ، او د علمي اعتبار د لوړولو په موخه، د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ خپلو علمي هڅو ته دوام ورکړي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Wed, Jan 07 2026 11:21 AM
Background image

Successful Publication of the First Issue of the International Scientific Journal Afghan International Science Journal (AIJS)

Successful Publication of the First Issue of the International Scientific Journal Afghan International Science Journal (AIJS)

The Afghan International Science Journal (AIJS),. . .

Tue, Jan 06 2026 10:19 AM
Background image

Scientific Seminar on the Causes and Solutions of Air Pollution Held

Scientific Seminar on the Causes and Solutions of Air Pollution Held

Today, Monday, corresponding to 15 Jadi 1404 (Solar Hijri), a scientific seminar entitled “Causes and Solutions of. . .

BACK TO NEWS