د تحصیلي نصاب د عمومي کمېټې نوبتي غونډه تر سره شوه

aiiu_admin
Sun, Nov 16 2025 3:16 PM
aiiu

د تحصیلي نصاب د عمومي کمېټې نوبتي غونډه تر سره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د تحصیلي نصاب د عمومي کمېټې نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت په مشري تر سره شوه.
 غونډه د قرانکریم په تلاوت سره پیل، ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت د نصاب د معیاري کولو، اصلاح او پیاوړتیا په اړه لازمې سپارښتنې وړاندې کړې. 
وروسته غونډه د اجنډا مطابق پر مخ ولاړه چې په کې د انجنیري پوهنځي د سترکچر انجنیري د ماسټرۍ نوې برنامې تحصیلي نصاب تایید شو، د انجنیري پوهنځي د صنعتي انجنیري د دوکتورا  درجې نوې برنامې تحصیلي نصاب منظور شو. همدارنګه  د نصابونو او سند پالیسیو د بیاکتنې لپاره د ځانګړي هیئت او د نصاب د تطبیق د څارنې لپاره ګډ نظارتي هیئت وټاکل شو همدرانګه د رد شویو یا اصلاح غوښتونکو کتابونو ارزونې ترسره کیدلو په اړه پریکړې وشي.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري د تحصیلي نصاب د عمومي کمېټې نوبتي غونډه د همدې هدف لپاره جوړه شوې، څو د موجوده نصابونو ارزونه، اصلاح، او د نویو برنامو تصویب ته پاملرنه وشي. 
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Mon, Feb 23 2026 12:29 PM
Background image

Regular Session of the Administrative General Council Held

Regular Session of the Administrative General Council Held
The regular session of the Administrative General Council of the Afghan International Islamic University was held in the. . .

Sun, Feb 22 2026 9:46 AM
Background image

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.
On the occasion of the arrival of the blessed month of Ramadan, the Directorate of Da’wah and. . .

BACK TO NEWS