د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د مسلکي ظرفیت لوړونې عمومي مدیریت له لوري د علمي کادر غړو د دندو، مکلفیتونو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمينار ترسره شو

aiiu_admin
Tue, Nov 04 2025 11:28 AM
aiiu

د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د مسلکي ظرفیت لوړونې عمومي مدیریت له لوري د علمي کادر غړو د دندو، مکلفیتونو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح  تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمينار ترسره شو.
د سیمينار په پیل کې د پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع‌الله عطاء ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وینا وکړه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس او تشریح په اړه یې بشپړ وضاحت وړاندې کړ.
ښاغلي رئیس صاحب د غم او ښادۍ په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تدریس پر مهال یادونه وکړه، چې په دې دواړو حالاتو کې باید د غیر شرعي کړنو او بې ځایه مصارفو مخه ونیول شي.
ورپسې د علمي چارو مرستیال دوکتور عبدالواحد لیاقت له لوري د استادانو د دندو او مکلفیتونو په اړه چمتو شوې علمي موضوع وړاندې شوه، او استادانو ته د هغوی د علمي او اداري مسؤلیتونو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه بېلابېل فعالیتونه ترسره کوي، چې پکې د علمي سيمینارونو تنظیم، د ټولنیزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي ډیزاینونه، د مسجد له ممبر څخه تدریس او همدارنګه د پوهنتون په داخلي سکرینونو کې د ویډیو له لارې نشرات شامل دي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Mon, Feb 23 2026 12:29 PM
Background image

Regular Session of the Administrative General Council Held

Regular Session of the Administrative General Council Held
The regular session of the Administrative General Council of the Afghan International Islamic University was held in the. . .

Sun, Feb 22 2026 9:46 AM
Background image

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.

Holy Qur’an Translation and Tafsir Classes Launched for Administrative and Service Staff.
On the occasion of the arrival of the blessed month of Ramadan, the Directorate of Da’wah and. . .

BACK TO NEWS