د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.

aiiu_admin
Tue, Jun 16 2026 11:50 AM
aiiu

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه تر سره کړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ الحدیث ضیاءالرحمن مدني له مل پلاوي سره یوځای د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د پوهنتون له رهبرۍ او استادانو سره یې مشورتي ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني د پوهنتون له روان وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه، او د پوهنتون استادانو ته په وینا کې وویل، چې استادان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، او په ځانګړې توګه په داسې علمي بنسټ کې چې د ماسټرۍ او دوکتورا ګڼ شمېر برنامې په کې فعالې دي، د استادانو مسوؤلیت لا زیاتېږي. علمي معین شیخ ضیاءالرحمن مدني له استادانو وغوښتل، چې خپلې دندې په بشپړ مسلکي، علمي او مسوؤلانه ډول ترسره کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پوهنتون رهبرۍ له لوري وړاندې شوې ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د حل لپاره به یې اړین اقدامات ترسره شي.
یاده لیدنه د لوړو زده کړو وزارت او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همغږۍ د پیاوړتیا، د ستونزو د حل او د لوړو زده کړو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو رغنده او مهم ګام بلل کېږي.
دوشنبه ۲۵/۳/۱۴۰۵هـ.ش    ۲۹/۱۲/۱۴۴۷هـ.ق 
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Mon, Aug 31 2026 10:16 AM
Background image

A Two-Week Workshop on the Use of Basic Computer Programs Begins for Administrative Staff.

A Two-Week Workshop on the Use of Basic Computer Programs Begins for Administrative Staff.
A two-week workshop titled “Use of Basic Computer Programs” has commenced for administrative. . .

Mon, Aug 10 2026 9:45 AM
Background image

Entrance Examination Held for Admission to Doctoral Programs for the Fall Semester.

Entrance Examination Held for Admission to Doctoral Programs for the Fall Semester.
Today Sunday at the Afghan International Islamic University, the entrance examination for admission. . .

Wed, Aug 05 2026 1:40 PM
Background image

Successful Completion of a Two-Day Workshop on Developing Technical and Research Project Proposals

Successful Completion of a Two-Day Workshop on Developing Technical and Research Project Proposals
The Faculty of Computer Science at Afghan International Islamic University (AIIU). . .

BACK TO NEWS