د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس: د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی ورعاه) د فرامینو پلي کېدل او د تدریس کیفیت لوړول لومړیتوب دی.

aiiu_admin
Tue, Apr 28 2026 11:33 AM
aiiu

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس: د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی ورعاه) د فرامینو پلي کېدل او د تدریس کیفیت لوړول لومړیتوب دی.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس، پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء د پوهنتون د علمي شورا په غونډه کې د امیرالمؤمنین حفظ الله تعالی ورعاه له لوري د توشیح شویو فرامینو د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ.
دوکتور رفیع الله عطاء وویل، چې د ټولو توشیح شویو فرامینو اطاعت د پوهنتون د ټولو منسوبینو مکلفیت دی او زیاته یې کړه چې یاد فرامین باید په ټولو چارو کې په بشپړه توګه عملي شي. 
ورته مهال دوکتور رفیع الله عطاء د تدریسي بهیر د کیفیت لوړولو، اداري نظم پیاوړتیا او د اسلامي اصولو د عملي کېدو په اړه  وویل، چې د پوهنتون ټول کارکوونکي او استادان باید د خپلو مسلکي دندو ترڅنګ د اسلامي امارت له اصولو او نافذو مقرراتو سره ژمنتیا ولري، او ټینګار وکړ چې د محصلانو د تدریسي بهیر څارنه د استادانو له اساسي مسؤلیتونو څخه ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنځیو تدریسي بهیر به په منظم ډول ارزول کېږي، څو د زده‌ کړې کیفیت لا لوړ او معیاري شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د معیاري تدریس ترڅنګ د اسلامي اصولو او نافذه قوانینو پلي کولو ته ژمن دی او خپلې ټولې چارې به د همدې اصولو په رڼا کې پرمخ وړي.
دوشنبه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۱هـ.ق    ۱۴۰۵/۲/۷هـ.ش  
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت 

Latest news

Wed, Jun 17 2026 3:13 PM
Background image

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

A One-Day Seminar Held on Teaching Methods, Conducting Research, and Principles of Writing Academic Theses and Articles.

At the initiative of the Coordination Office under the Student. . .

Tue, Jun 16 2026 11:50 AM
Background image

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.

The Deputy Minister for Academic Affairs of the Ministry of Higher Education visited the Afghan International Islamic University.
Sheikh al-Hadith Zia-ur-Rahman Madani, Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS