د دوکتورا برنامې د لومړي محصل د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.

aiiu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۹:۳۶
aiiu

د دوکتورا برنامې د لومړي محصل د تیزس دفاع غونډه ترسره شوه.
نن شنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د قضاء او شرعي سیاست څانګې د دوکتورا برنامې څخه د لومړي ځل لپاره د یو محصل د تیزس دفاع د یوې غونډې په ترڅ کې په بریالۍ توګه ترسره شوه.
د تیزس دفاع په دغه غونده کې د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث والقرآن مولوي نداء محمد ندیم، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء، د پوهنتون مرستیالانو، دپوهنځیو رئیسانو، د شرعیاتو پوهنځي استادانو او محصلانو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د لوړو زده کړو قدرمن وزیر له حضور او دوامداره همکارۍ څخه یې مننه وکړه. نوموړي د شرعیاتو پوهنځي له استادانو څخه هم قدرداني وکړه چې د محصلانو د علمي روزنې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
ښاغلي عطاء د شرعیاتو پوهنځي دوکتورا برنامې څخه د لومړي محصل د تیزس دفاع د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون، د لوړو زده کړو وزارت او هېواد د علمي نظام لپاره یو مهم او ویاړمن ګام وباله.
ورپسې د دوکتورا برنامې محصل مولوي محمد داوود منصوري د خپل لارښود استاد پوهاند دوکتور مؤمن حلیمي په لارښوونه د (الحقوق الدينية للأقليات في الفقه الإسلامي والقانون الأفغاني) تر سرلیک لاندې د ترتیب شوی تیزس څخه  د لږکیو مفهوم، د هغوی حقوق، د طبقه ‌بندۍ معیارونه او ډولونه، د اختلاف معیار، جغرافیایي معیارونه او د نور اړوند موضوعاتو خلاصه وړاندې کړه.
ورپسې د خارجي مناقش پوهنوال دوکتور عبدالله حقیار او د داخلي مناقش پوهنوال دوکتور محمد طاهر ثابت لخوا د حاضرینو په حضور کې  مناقشه تر سره شوه.
د غونډې په پای کې د پوهنتون علمي چارو مرستیال  پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت د شرعیاتو پوهنځي استادانو  فارغ محصل ته د دې ستر علمي بریا مبارکي وړاندې کړه او غونډه د اختتامیه دعاء سره پای ته ورسېده.
شنبه: ۸/۱/۱۴۰۵ـــــ۱۰/۱۰/۱۴۴۷
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۲:۱۲
Background image

سمینار علمی درباره هوش مصنوعی (AI) برگزار گردید.

سمینار علمی درباره هوش مصنوعی (AI) برگزار گردید.
به همکاری معاونیت امور محصلان، دکتور روحانی روښان، سرپرست رئیس پوهنځی کمپیوترساینس، سمینار علمی پیرامون هوش مصنوعی (AI) را ارائه کرد. در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۲۱
Background image

سمینار علمی تحت عنوان تشریح فرامین عـ.ـالیقـ.ـدر امـ.ـیرالمؤمنـ.ـین (حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه) و مبارزه با مواد مخدر برگزار گردید.

سمینار علمی تحت عنوان تشریح فرامین عـ.ـالیقـ.ـدر امـ.ـیرالمؤمنـ.ـین (حفـ.ـظه الله تعالی ورعاه) و مبارزه با مواد مخدر برگزار گردید.
الیوم دوشنبه، از سوی مرکز انکشاف مسلکی مربوط به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

سمینار یک ‌روزه تحت عنوان ،شیوه‌های ارائه دروس، انجام تحقیقات و اصول نگارش رساله‌ها و مقالات علمی، برگزار گردید.

سمینار یک ‌روزه تحت عنوان ،شیوه‌های ارائه دروس، انجام تحقیقات و اصول نگارش رساله‌ها و مقالات علمی، برگزار گردید.
به ابتکار آمریت انسجام معاونیت امور محصلان پوهنتون  اسلامی بین‌ المللی. . .

BACK TO NEWS