د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ډیپارټمنټو آمرینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د ډارپ سیسټم پیژندنې تر عنوان لاندې علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار د لوړو زده وزارت له لوري، د معلوماتي تکنالوژي وزارت په همکارۍ تر سره شو، چې پکې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي مرستیال، د معلوماتي تکنالوژي وزارت د الکترونیکي حکمتولۍ عمومي رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي تکنالوژي ریاست څخه راغلو پلاوي او پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ډیپارټمنټو آمرینو ګډون کړی وه.
د سیمینار په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح د دواړو وزارتونو پلاوو او د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ مننه وکړه؛ چې په علمي برخه کې د پوهنتونونو سره په ګډه همکارۍ کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د الکترونیکي حکومتولۍ عمومي رئیس، پوهنیار عبدالرحمن صافي د یاد سیسټم پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړي نوموړي په خبرو کې وویل، اړینه ده چې د نویو ټکنالوژیو او ورته سیسټمونو د کارونې زمینه برابره شي، څو د اوسني عصر له غوښتنو سره سم دولتي چارې لا چټکې، اغېزمنې او معیاري شي.
د یادونې وړه ده چې دغه سیمینار د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د ګومارنې او علمي ترفیعاتو ریاست راغلي پلاوي ابوبکر مشعل وړاندې کړ، چې پکې د ډارپ سیسټم پېژندنه، د استادانو د اکونټ جوړولو تشریح، د ډیپارټمنټونو له اکونټونو څخه د یوه استاد د معلوماتو ذخیره کول، د استادانو تقرر، ترفیع، ارتقاء، انفکاک او استعفا غوښتنې، د تبدیلۍ غوښتنې او نور ورته موضوعات په دغه سیسټم کې په هر اړخیز ډول ګډونوالو ته بیان کړل.
دوشنبه: ۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش ـــ ۶جمادی اولاولی ۱۴۴۸ هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
