د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه.
نن پنجشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس، پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء، په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د معاونیتونو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو او اړوندو آمریتونو آمرینو ګډون کړی و.
غونډه کې د اجنډا له مخې، د شرعیاتو پوهنځي د جمنازیوم حال ترمیم کول، د چاپېریال زرغونتیا او نظافت ته ځانګړې پاملرنه، د کميپوټر ساینس پوهنځي نویو ایجاد شویو برنامو لپاره د اداري خونو تنظیم او پر ورته نور موضوعاتو باندې بشپړل بحث تر سره شوه.
د یادونې وړ ده چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون نه یوازې علمي چارو ته ژمنتیا لري، بلکې د تدریسي چاپېریال د ښه والي لپاره د پوهنتون د پاکوالي او زرغونتیا برخو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي، څو د تدریس بهیر په ارامه او اغېزمنه فضاء کې پر مخ ولاړ شي.
پنجشنبه:۲۷/۱/۱۴۰۵هـ.ش ـــ ۲۹/۱۰/۱۴۴۷هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
