د عالیقدر امـ.ـرالمؤمنـ.ـین (حـ.ـفظه الله تعالی ورعاه) د فرامینو، عقدوي کتاب، کیفیت لوړولو او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه علمي سیمینار ترسره شو.

aiiu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۲۵
aiiu

د عالیقدر امـ.ـرالمؤمنـ.ـین (حـ.ـفظه الله تعالی ورعاه) د فرامینو، عقدوي کتاب، کیفیت لوړولو او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه علمي سیمینار ترسره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت په هڅو د عالیقدر امـ.ـرالمؤمنـ.ـین (حـ.ـفظه الله تعالی ورعاه) د فرامینو، عقدوي کتاب، کیفیت لوړولو او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه یو علمي سیمینار د پوهنتون د رهبرۍ غړو او استادانو په حضور کې ترسره شو.
غونډه د علمي چارو د معاونیت د مرستیال پوهنوال دوکتور عبدالواحد لیاقت په وینا پیل شوه. نوموړي د عالیقدر امـ.ـرالمؤمنـ.ـین (حـ.ـفظه الله تعالی ورعاه) د فرامینو او عقدوي کتاب اړوند مهم موضوعات تشریح کړل او د نشه‌ یي توکو د کښت په اړه یې وویل چې هېڅ څوک د نشه ‌یي توکو د کښت حق نه لري او د دې ناوړه پدیدې مخنیوی د ټولو ګډ مسؤولیت دی.
ورپسې د انجینرۍ پوهنځي استاد دوکتور سید جاوید عظمي د ،کیفیت لوړولو، تر عنوان لاندې خپل علمي سیمینار وړاندې کړ. نوموړي د لوړو زده کړو موخې، د کیفیت مفهوم، د کیفیت بېلابېل ماډلونه، د کیفیت د تضمین اصول او د ستراتیژیک پلان ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د سیمینار په وروستۍ برخه کې د کمپیوټر پوهنځي استاد دوکتور روحاني روښان د مصنوعي ځیرکتیا   (AI) په اړه مفصل پریزنټېشن وړاندې کړ. نوموړي د مصنوعي ځیرکتیا پېژندنه، د هغې بېلابېل استعمالونه، د پخوانۍ او اوسنۍ نړۍ د پرمختګونو پرتله، او په تدریس او علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د اغېزمنې او مسؤلانه کارونې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د خپلو علمي او مسلکي پروګرامونو د پیاوړتیا په موخه وخت په وخت ورته علمي سیمینارونه جوړوي، ترڅو استادان او کارکوونکي د نوې ټکنالوژۍ، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا، له پرمختګونو سره لا ډېره بلدتیا ترلاسه کړي او له هغې څخه په علمي، تدریسي او څېړنیزو چارو کې سالمه او اغېزمنه ګټه واخلي.
سه شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ.ش    ۱۴۴۸/۱/۲۱هـ.ق
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د جذب په موخه آزموینه واخېستل شوه.

د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د جذب په موخه آزموینه واخېستل شوه.
نن یکشنبه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې د دوکتورا برنامو د خزاني سمیسټر لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخنیکي او څېړنیزو پروژو د پروپوزلونو د چمتو کولو او پراختیا تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ تر سره شو.

د تخنیکي او څېړنیزو پروژو د پروپوزلونو د چمتو کولو او پراختیا تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له خوا د یاد پوهنځي محصلانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۴۵
Background image

د عقیدې کتاب تدریس او د  علمي برنامو کلنۍ ارزونې بیا کتنې تر عنوانونو لاندې سیمینارونه ترسره شول.

د عقیدې کتاب تدریس او د  علمي برنامو کلنۍ ارزونې بیا کتنې تر عنوانونو لاندې سیمینارونه ترسره شول.
د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لورې د «عقدې کتاب تدریس» او همدارنګه. . .

BACK TO NEWS