د اسلامي بانکدارۍ تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو

aiiu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۱
aiiu

د اسلامي بانکدارۍ تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز په نوښت او هڅو سره، د اسلامي بانکدارۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس دایر شو.
یاد علمي کنفرانس د شرعیاتو پوهنځي استاد دوکتور اشرف محمد دوابه له لوري وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، د مالي او اداري چارو مرستیال، د شرعیاتو پوهنځي استادانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
د کنفرانس پیل د علمي چارو د مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالواحد لیاقت له پرانستونکې وینا سره وشو. نوموړي د ګډونوالو تود هرکلي تر څنګ د علمي کنفرانسونو پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون هر استاد مکلف دی، ترڅو د علمي ترفیع تر څنګ، په کال کې لږ تر لږه دوه علمي کنفرانسونه وړاندې کړي.
په کنفرانس کې دوکتور اشرف محمد دوابه د اسلامي بانکدارۍ د اهمیت، اصولو، تمویل، اړتیا، او د بیع مرابحه، بیع الاجل، بیع سلم، بیع الاستصناع او ورته نورو اسلامي مالي معاملو په اړه مفصل علمي معلومات وړاندې کړل.
یاد علمي کنفرانس، چې د اسلامي مالي سیستم د معرفي، وضاحت او پوهې د لوړولو په موخه ترتیب شوی و، د ګډونوالو له لوري تود هرکلی وشو او ګډونوالو ته یې ارزښتناک علمي معلومات وړاندې کړل. 
د استادانو مسلکي پرمختیا مرکز ژمن دی، چې د راتلونکي لپاره به هم ورته ګټور علمي کنفرانسونه او پروګرامونه تنظیم کړي، تر څو د استادانو او محصلینو علمي ظرفیتونه لا زیات پیاوړي شي.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د مالي او اداري چارو معینت له لوري د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت ارزونه ترسره شوه.

د مالي او اداري چارو معینت له لوري د پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت ارزونه ترسره شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معینت له لوري د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲۹
Background image

د اداري عمومي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

د اداري عمومي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د ریاست مقام د غونډو په تالار کې د یاد پوهنتون اداري عمومي شورا نوبتي غونډه د پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۴۶
Background image

اداري او خداماتي کارکوونکو ته د قرآنکریم ترجمه او تفسیر پیل شو.

اداري او خداماتي کارکوونکو ته د قرآنکریم ترجمه او تفسیر پیل شو.
د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون اداري او. . .

BACK TO NEWS