د عقیدې کتاب تدریس او د  علمي برنامو کلنۍ ارزونې بیا کتنې تر عنوانونو لاندې سیمینارونه ترسره شول.

aiiu_admin
Wed, Jul 29 2026 8:45 AM
aiiu

د عقیدې کتاب تدریس او د  علمي برنامو کلنۍ ارزونې بیا کتنې تر عنوانونو لاندې سیمینارونه ترسره شول.
د علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لورې د «عقدې کتاب تدریس» او همدارنګه د « د  علمي برنامو کلنۍ ارزونې بیا کتنې» تر عنوان لاندې سیمینارونه وړاندې شول، چې د افغان نړیوال اسلامي رهبرۍ غړو او  د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ګډون کړی وه.
 په لومړي سیمینار کې د پوهنتون سرپرست رئیس پوهنوال دوکتور رفیع الله عطاء د عقدې کتاب اړوند موضوعات وړاندې کړل. نوموړي د الله تعالی پر وحدانیت، د تقدیر پر پېژندنه او د تقدیر پر ډولونو هر اړخيز بحث وکړ. یادونه یې وکړه، چې الله تعالی انسان د عبادت، خلافت او امارت لپاره پر ځمکه پیدا کړی دی.
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال محمد اشرف غیرت د « د  علمي برنامو کلنۍ ارزونې بیا کتنې » تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې کړ، چې په کې د تضمین کیفیت سیستم لنډه کتنه، د علمي پروګرامونو د کیفیت ارزونه، د علمي برنامو بیا کتنه او نور اړوند موضوعات باندې بشپړ معلومات وړاندې کړه.
دغه سیمینارونه د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو او د پوهنتون تضمین کیفیت د بهیر لا پیاوړتیا په موخه تنظیم شوي وو، ترڅو استادان د یادو موضوعاتو په اړه خپلې علمي او مسلکي پوهې ته پراختیا ورکړي.
د سیمینارونو په پای کې ګډونوالو ته د پوښتنو کولو موقع ورکړل شوه، چې د سیمینارونو وړاندې کوونکو د هغوی پوښتنو ته قناعت‌ بښونکي ځوابونه وړاندې کړل.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو په موخه په راتلونکې کې هم ورته علمي او مسلکي سیمینارونه په منظم او دوامداره ډول ترسره کړي. 
۱۳/۲/۱۴۴۸ هـ.ق
۶/۵/۱۴۰۵ هـ.ش
د نشراتو عامه اړیکو آمریت

Latest news

Mon, Aug 31 2026 10:16 AM
Background image

A Two-Week Workshop on the Use of Basic Computer Programs Begins for Administrative Staff.

A Two-Week Workshop on the Use of Basic Computer Programs Begins for Administrative Staff.
A two-week workshop titled “Use of Basic Computer Programs” has commenced for administrative. . .

Mon, Aug 10 2026 9:45 AM
Background image

Entrance Examination Held for Admission to Doctoral Programs for the Fall Semester.

Entrance Examination Held for Admission to Doctoral Programs for the Fall Semester.
Today Sunday at the Afghan International Islamic University, the entrance examination for admission. . .

Wed, Aug 05 2026 1:40 PM
Background image

Successful Completion of a Two-Day Workshop on Developing Technical and Research Project Proposals

Successful Completion of a Two-Day Workshop on Developing Technical and Research Project Proposals
The Faculty of Computer Science at Afghan International Islamic University (AIIU). . .

BACK TO NEWS